د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف نوې څېړنه ښيي چې په افغانستان کې په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د پنځو کالو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه تر پنځوس سلنې راکمه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې " یونیسف" یوه نوې څېړنه چې نن په نیویارک او کابل کې خپره شوې دا په ډاګه کوي، چې پر بېوزلو ماشومانو پانګونه د دې لامل کیږي، چې په دغو ټولنو کې د هر یوه ډالر په لګولو سره د لازیاتو انسانانو ژوند وژغورل شي.
دا څېړنه ښيي چې، د ماشومانو پر روغتیا او ژوندي پاتې کېدو په ځانګړي توګه د محرومو ټولنو پر ماشومانو پانګونه په زیاته اندازه د پېسو ارزښت زیاتوي، په دې معنی چې په دې ټولنو کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه کېدای شي د پرمختللو ټولنو په پرتله د دوه برابره انسانانو ژوند وژغوري.
په دې څېړنه کې افغانستان، بنګله دېش او مالاوي د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دي چې له پنځو کلونو څخه د لږ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.
خو د دغې څیړنې له مخې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې، په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د لږ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې او په بنګله دیش او مالاوي کې تر ۷۴ سلنې راټیټه شوې ده.
دا څیړنه وایي چې پر محرومو وګړو زیاته پانګونه د ماشومانوپه ژوند کې د بدلون لامل شوې ده.
یونیسف وایي که چیرې د ماشومانو د مړینې د کچې د راټیټولو په برخه کې چټک اقدامات ترسره نشي، د ۲۰۳۰ کال تر پایه به په نړۍ کېنژدی ۷۰ میلیونه ماشومان د پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د یونیسف دا بیان وایي، په ۵۱ هېوادونو کې، د ټولو نوو زېږېدلو او له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو ۸۰ سلنه مړینې رامنځته کیږي، څېړنې ښيي چې د ټولنې په بې وزله وګړو کې د ژوند د ژغورنې لپاره اقداماتو له امله په دغو هیوادونو کې د ماشومانو د مړینې کچه د هغو ټولنو په پرتله چې بې وزله نه دي، درې برابره زیاته په چټکۍ سره ټیټه شوې ده.
په دغه څیړنه کې د پشه خانو کارول، د مور د شیدو په واسطه د تغذيې بیړنی پیل، له زېږون څخه وړاندې پاملرنې، د واکسینونو بشپړ تطبیق، د زېږون په بهیر کې د ماهرو قابلو شتون او د هغو ماشومانو لپاره د پاملرنو د وړاندې کولو هڅې، چې په نس ناستي، تبه او ټټر اخته دي د هغو اقداماتو په ډله کې شمېرلي چې د پنځه کالو څخه د کم عمر د ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې یې مرسته کړې ده.