ملګري ملتونه: پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي چې ددغې کمیشنرۍ ارزونې ښيي چې په پاکستان کې ددغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغې کمیشنرۍ د جمعې په ورځ ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۷) په یو راپور کې ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال نیول شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ۲۰۲۳ کال کې د ډسمبر تر دوییمې ورځې پورې نږدې ۲۸ زره کسان توفیف او نیول شوي دي. دا [شمیر] د کډوالو توقیف او نیولو کې د ۲۰۲۳ ټول کال په پرتله د اکتوبر د میاشتې تر پایه مودې کې اته چنده زیاتوالی ښيي".

دغې ادارې ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ ورځې وروسته له ۴۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دغه راپور کې ویلي چې د نومبر په میاشت کې تر ۲۴ زرو پورې افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ډسمبر د روانې میاشتې له لومړۍ ورځې د جمعې تر ورځې ۱۳۰۰ افغان کډوال په جبري ‌ډول افغانستان ته شړل شوي دي، چې زیات شمیر یې د تورخم او چمن – سپین بولدک له سرحدي لارو خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ددغو دوو لارو سربیره د غلام خان او بادینۍ له لارو هم افغان کډ‌وال له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به وشړل شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږم (لیندۍ۱۵) په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې وویل چې نږدې ۴۵۰زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ستانه شوي دي

ښاغلي دراني وویل چې یوازې د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستنوي، خو هغه زیاته کړه چې دا مهال په پاکستان کې ۲.۳ میلیون افغانان، چې د اوسیدو اسناد لري، اوسېږي او له دوی نه دي غوښتل شوي چې له دغه هیواد څخه ووځي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د طالبانو د حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د غبرګون سره مخ شوې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو هیوادونو چې افغان کډوال په کې اوسیږي غوښتي، چې افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا وشړل شي.

همداشان د ملګرو ملتونو څو ادارو هم له پاکستان څخه په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړلو پریکړه غندلې او ددغه هیواد څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان دې لغوه کړي.

د پاکستان حکومت وايي چې اوس مهال له څلورو میلیونو څخه زیات افغان کډ‌وال په دغه هیواد کې اوسیږي چې ددغې ډلې ۱.۷ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

په دغه شمیر کې شاوخوا ۶۰۰ زره هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.