ملګري ملتونه د افغانستان د صحي کارکوونکو معاشونه ورکوي

ټاکل شوېده په افغانستان کې د زرګونو صحي کارکوونکو تنخاوي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام UNDP له خوا ورکړل شي.

واشنګټن پست روځپانې د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۶ (تلې ۱۴) راپور ورکړ چې ټاکل شوېده د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام روانه اوونۍ په افغانستان کې د زرګونو روغتونونو او کلینیکونو د ۲۵زره ډاکټرانو، نرسانو او نورو صحي کارکوونکو تنخاوي ورکړي.

د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق ، امریکا، اروپايي هیوادونو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بندي کړې.

خو د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت تیره اوونۍ افغانستان ته د پیسو د انتقال په هدف یو شمیر نړیوالو بنسټونو ته ځانګړي جوازونه صادر کړل.

د واشنګټن ددې پریکړې له مخې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ۱۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي څو په اکټوبر میاشت کې د افغانستان د صحي برخې د کارکوونکو تنخاوي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د آسیا او ارام سمندر د برخې رئیسه کاني ویګناراجا له واشنګټن پست سره په مرکه کې ویلي دي چې دا پیسې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام بانکي حساب ته د لیږد په هدف په افغانستان کې یوه تجارتي بانک ته لیږدول کیږي او طالبان به ورته لاسرسی ونلري.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې ټینګار وکړ دا کار یوازې موقتي او ازمایښتي اقدام دی او هیله یې څرګنده کړه چې له اکټوبر میاشتې وروسته او د اړتیا په صورت کې د روغتیا د نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د سره صلیب د کمیټې په شان نړیوال بنسټونه هم ممکن د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان د صحي کارکوونکو د تنخاوو د ورکړې لپاره اقدام وکړي.

میرمن ویګناراجا همدارنګه خبرداری ورکړ په افغانستان کې صحي کارکوونکو ته د تنخاوو د نه ورکړي په صورت کې ، د یاد هیواد صحي نظام د له منځه تللو له خطر سره مخ دی.

د افغانستان د صحي برخې کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو له خوا د تنخاوو ورکړه یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شوه چې د طالبانو د چارو د ادارې لوی ریاست وویل د دولتي کارکوونکو د تنخاوو ورکړه پیل شوې ده.

له دې وړاندې طالبانو د افغانستان د روغتیا له برخې سره د نړیوالو مرستو د بندیدو په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې وو که دې برخې ته په موقع مرستې ونه رسیږي په افغانستان کې به صحي وضعیت نور هم خراب شي.