د بنګله دېش شکیب الحسن د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي

شکیب الحسن وايي په فبروري کې په پاکستان کې د چمپینز ټرافي به یې وروستۍ نړیوالې لوبې وي.

د بنګله دېش د کرکټ ملي ټیم پخواني کپتان شکیب الحسن پنجشنبې سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) اعلان وکړ چې له نړیوال کرکت سره مخه ښه کوي خو وايي په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.

شکیب الحسن له واک څخه د لیرې شوې بنګله دېشۍ صدراعظمې شیخ حسینې سره د اړیکو لرلو له کبله تر جنايي څارنې لاندې دی.

پر شکیب الحسن او د شیخ حسینې په لسګونو ملاتړو باندې په بنګله دېش کې د وروستیو خونړیو مظاهرو په ترڅ کې د پولیسو د ځپونکو چاپو د ملاتړ او قتل تورونه پورې شوي دي.

شکیب الحسن ۳۷ کلن دی او په روان کال کې د لنډې مودې لپاره د بنګله دېش د پارلمان غړی و. هغه تېره میاشت په بنګله دېش کې د محصلینو د مظاهرو په پایله کې د حکومت د ړنګېدو راهیسې بیا وطن ته ندی ستون شوی.

دا مطلب هم ولولئ په بنګله دیشي لوبغاړي شکیب الحسن باندې د قتل تور پورې شوی

شکیب الحسن وايي په فبروري کې په پاکستان کې د چمپینز ټرافي به یې وروستۍ نړیوالې لوبې وي.

هغه وویل د بنګله دېش له کرکټ بورډ څخه یې اجازه غوښتې څو هېواد ته ستون شوي او د بنګله دېش په کوربه توب له جنوبي افریقا سره په دوو ټیسټ لوبو کې ګډون وکړي.

دغه ټیسټ لوبې د اکتوبر د ۲۱مې لپاره پلان شوي خو جنوبي افریقا ویلي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې په بنګله دېش کې له سیاسي بدلونونو وروسته امنیتي وضعیت ښه دی.

شکیب الحسن په هند کې له دغه هېواد سره د دوهمې ټیسټ لوبې له پیل وړاندې وویل چې نه غواړي په ځان باندې د لګېدلیو جنايي تورونو "په اړه ډیرې خبرې وکړي."

هغه وویل: "ټول پوهیږي چې دا څه ډول قضیه ده او دا چې هغه مهال زه چېرته وم او څه مې کول."

د شیخ حسینې د حکومت په خلاف د مظاهرو پر مهال، شکیب الحسن په کاناډا کې وو او ددغه هېواد په ۲۰ اوریز داخلي لیګ کې یې برخه لرله.

شکیب الحسن وویل چې چمپینز ټرافي به یې وروستۍ لوبې وي چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کیږي. هغه وویل: "اته نورې یو ورځنۍ لوبې لرم او چمپینز ټرافي به زما وروستۍ لوبې وي."

دا مطلب هم ولولئ د بنګله دېش کرکټ لوبغاړی شکیب الحسن جریمه او له دریو لوبو بند شو 

شکیب الحسن د بنګله دیش د ټیم د ملا تیر ګڼل کیږي چې د خپلې ښې لوبې او همدارنګه په دسیسو کې د لتاړ کېدو له کبله یې ډیر مینه وال جذب کړي دي.

هغه یوازینی لوبغاړی دی چې د کرکټ د نړیوالې شورا د آلراونډرانو په درجه بندۍ کې یې د کرکټ په درې سره فارمیټونو کې هم مهاله لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

شکیب الحسن د دې میاشتې په پیل کې له پاکستان څخه په کور دننه د خپل ملي ټیم د تاریخي ټیسټ سیریز په ګټلو کې مهم رول ولوباوه.

هغه په ۲۰۰۶ کال کې د نړیوال کرکټ له پیل کولو راهیسې په ۷۰ ټیسټ، ۲۴۷ یو ورځنیو او ۱۲۹ شل اوریزو لوبو کې د بنګله دېش استازیتوب کړی دی.