ملګري ملتونه: پاکستان څخه اکثره ستانه شوي افغان کډوال د کابل په ګډون پنځو ولایتونو ته تللي دي

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اداره وايي چې په تیرو دوو میاشتو کې له پاکستان څخه ۴۲۸ زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره یې ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندز ولایتونو ته د ستنیدلو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د ادارې په مشرۍ په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د بشري مرستو عملیاتي ګروپ له پاکستان څخه په جبري ډول د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) په یو راپورکې ویلي چې د ژمي په رارسیدو په سرحدي سیمو کې د سرپناه د امکاناتو د کمښت د ستنیدونکو کډوالو وضعیت ډیر خراب دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "په تیرو دوو میاشتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د قانوني انسادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د پریکړې راهیسې له ۴۲۸ زرو څخه زیات افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي".

دا راپور وايي چې ددغو ستنو شویو ۸۰ فیصده یې ښځې، ۴۸ فیصده ماشومان او ۱۳ فیصده یې هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستې ورتر غاړې ده.

په راپور کې ویل شوي: "په داسې حال کې چې افغانستان ته د ستنیدلو بهیر لا روان دی ډیرو کورنیو خپلو سیمو ته ستنیدل پیل کړي او اکثره یې په ننګرهار، کندهار، کونړ، کابل او کندز ولایتونو کې میشت شوي دي. لکه چې ژمی پیل شوی په سرحدي سیمو کې شرایط خراب شوي، ستنیدونکي د ډیرې سړې هوا لاندې د کافي سرپناه د امکاناتو په نشتون کې ویدیږي، د پاکو اوبو نشتون او د ناروغیو د زیاتوالی په اړه اندیښنې ددغه وضعیت سره تړاو لري".

دا راپور وايي چې اکثره ستنې شوې کورنې د خپلوانو سره د لنډې مودې لپاره د اوسیدلو پلان لري، خو په اوږده موده کې د اوسیدلو په اړه یې لا کوم پلان نه دی سنجولی.

ددې راپور له مخې۲۰ فیصده کورنۍ د افغانستان جنوبي ولایتونو، ۴۷ فیصده کورنۍ ختیځو ولایتونو، ۱۰ فیصده مرکزي ولایتونو ته د نږدې یو شان د کورنیو د غړو ښځو، سړو او ماشومانو سره ستنې شوي دي.

دا راپور وايي چې دغو سیمو ته ستنې شوې کورنۍ د خپلوانو سره اوسیږي چې مالي امکاناتو له پلوه یې پرکوربنو فشار زیات کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي د بشري ناورین شرایطو کې چې د افغانستان له دریو څخه دوه برخې وګړو باندې یې اغیز کړی، په جبري ډول د افغان کډوالو ستنیدل په داسې وخت کې پیل شوي چې دا کورنۍ له وړاندې د ناسم وضعیت څخه د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

دا راپور وايي: "ستنیدونکي کورنۍ په اوسط ډول شپږ ماشومان لري د ستنیدونکو او کوربنو کورنیو لپاره یې د نجونو د خوندیتوب په برخه کې ګواښونه راولاړ کړي دي کوم چې کیدای شي د خوب لپاره کافي خونې او تشنابونه ونلري او هم پر ښځو باندې د لګیدلو محدودیتونو په شرایطو کې هغوی خپل زیات وخت دننه په کورونو کې تیر کړي".

دا راپور وايي چې په کور کې د پاتې کیدل د هغو کورنیو لپاره ممکن ډیرستونزمن وي چې د ښځو له خوا اداره کیږي.

راپور وايي: "دغه بې ثباته وضعیت د ښځو روحي روغتیا باندې اغیز کړې. د فوکس ګروپي بحثونو کې، چې ښځو سره مرکې شوي هغوی د خپل وضعیت او راتلوونکی په اړه خپګان څرګند کړی دی".

دا راپور وايي چې د وضعیت څخه ښځو ته د پیښ شوي خپګان سربیره اکثرو ستنو شویو ښځو په پاکستان کې د اوسیدانې پر مهال خپل ټول شیان پریښي او هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د خپلو مړونواو نورو خپلوانو نیول کتلي او د هغوی پرته ستنیدلو ته اړ شوي دي.

اکثرو ستنو شویو ښځو د فوکس ګروپي بحثونو کې د راتلوونکی په اړه بې یقیني ښودلې او هغوی په افغانستان کې د اوسیدلو په اړه کوم مشخص پلان نه درلود.

همداشان هغوی سره په شویو مرکو او بحثونو دا معلومه شوې چې ښځې د هغو سیمو په اړه چې ستنیږي هم معلومات نلري چې دا کار کیدای شي د ښځو د شبکو د نشتون له امله اوسي.

د پیژند پاڼو نشتون

ددغه راپور له مخې د پیژند پاڼو نشتون کیدای شي معلوماتو او خدمتونو وړاندې کولو ته د ښځو د لاس رسي مخه ونیسي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د ستنو شویو کورنیو ځینو نارینه غړو چې د پیژند پاڼو د اخیستلو لپاره د پیژند پاڼو مرکزونو ته تللي وو، ورڅخه د ستنیدونکو ټولنو سره د اړیکو په اړه هم پوښتنې شوي دي.

ددې راپور له مخې دا کار به د ستنیدونکو ښځو لپاره پر ښځو لګیدلو محدودیتونو ته په کتنې ډیر د ننګونو سره مل وي. دغه خنډ ته په کتنې د بشري مرستو ادارو د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال په دې برخه کې نرمښت راوستی دی.

د ستنیدونکو ښځو د خوندیتوب اندیښنې

په دې راپور کې ستنیدونکو ښځینه کډوالو ته په بیړنې ډول د مرستو د برابرولو د اړتیا، په افغانستان کې پر ښځو باندې لګیدلو محدودیتونو ته په کتنې د بیا میشتیدو پر مهال د ښځو سره د منابعو د نشتون او په دې برخه کې د موانعو یادونه هم شوې او د ښځو سره د شویو مرکو پر اساس ویل شوي چې هغوی د خپلو کورنیو د اړتیا وړ ټول شیان د ستنیدلو پر مهال پاکستان کې پریښي دي او هم پاکستاني امنیتي ساتوونکو ورڅخه د هغوی عواید اخیستي دي.

دغو ښځو د کاروبار د بیا پیلولو لپاره د مرستې رسونې له ادارو د لومړنۍ پانګې د چمتو کولو غوښتې هم کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو د ادارې په مشرۍ په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د بشري مرستو د عملیاتي ګروپ په راپور کې ویل شوي چې هغه کورنۍ چې مشرې یې ښځې کوي هغوی ورته ویلي چې کیدای شي دا به مشکله وي چې هغوی خپلو سیموته چې ورستنیږي هلته خپل ژوند پیل کړي او دا کار به د بشري مرستو له لاسه تللو سبب شي.

دا راپور وايي چې په تورخم او سپین بولک کې ډیرو ښځو ویلي چې د هغوی خاوندان د اسنادو نلرلو له امله پاکستان کې نیول شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی او ایم" ته ۴۶۳ ښځو ویلي چې دوی به په کندهار کې دیره شي، ۴۲۶ ویلي کابل کې دیره کیږي او ۳۳۹ نورو ښځو ویلي چې دوی په جلال اباد کې اوسیدل غواړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته د ستنیدونکو ښځود ځواب ویلو پر مهال د ښځو اړتیاو باندې پوهاوی اړین دی چې ممکن هغوی پاکستان ته د قوم او په تیر رژیم کې د کار له امله کډه کړي وي

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندیښنې

په دې راپور کې ویل شوي چې ښځو سره په مرکو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ځورونکو قضیو څخه دا څرګنده شوې چې ښځې په کورنۍ کې په فوري او جبري ډول د واده کولو له امله افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوې وې اوهغوی وطن ته د ستنیدلو پر مهال د خپل خوندیوب د اړتیا یادونه کړې ده.

دا راپور وايي چې په تورخم کې د فوکس په ګروپونو کې شویو بحثونو له مخې ډیرې ښځې په پاکستان کې د لنډې مودې لپاره پاتې شوي دي.

ډیرو ښځو د یو نیم کال او درییو کلنو ترمنځ وخت تیرکړی او ډیرې یې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته له دغه هیواد څخه پاکستان ته تللي دي.

په راپور کې ویل شوي: "دا د بیرته میشتیدو پر مهال د عواقبو په اړه ګواښونه زیاتوي".

په دغه راپور کې د معلولیت نه لرونکو ښځو او نجونو د ستونزو یادونه هم شوې او ویل شوي چې هغوی د بشري مرستو ترلاسه کولو پر مهال ستونزې لري.

په دغه راپور کې په پاکستان کې د ښځو د مړونو او محرمو کسانو د نیولو له امله افغانستان ته د نورو سړیو سره د ښځو د ستنیدلو مسلې یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې دا هم بشري مرستو ته ددغسې ښځو لاس رسی محدودوي.