ملګري ملتونه د طالب مشرانو د سفرونو په بندیز غږېږي

ټاکل شوې د ملګروملتونو د امنیت شورا سبا دوشنبې ۲۲ اګست (زمری ۳۱) د هغو طالب چارواکو په اړه پرېکړه وکړي چې بهرنیو هیوادونو ته یې پر سفر د بندیز معافیت د شنبې په ورځ پای ته ورسید.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه و نه کاروي او د طالب مشرانو پر سفرونو بندیز و نه لګوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د طالبانو د مشرانو پر سفر بندیز د نړۍ د امنیت په ګټه نه بولي او ټینګار کوي چې د دوحې د تړون هغه مواد باید عملي شي چې له مخې یې د هغه په خبره، "د اسلامي امارت له مشرانو هر ډول بندیزونه لیري کیږي".

ښاغلي تکل وویل: "پر سفرونو بندیز که بيا تمدید شي نو د سیاسي دیالوګ او تعامل پر ځای به واټن را مینځ ته کړي چې بايد مخنيوی يې وشي.د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله ايجادوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي چې دا به د هیچا په ګټه نه وي".

ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې په خبرو کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو لپاره، د طالبانو د ۱۵ چارواکو څخه چې نومونه یې ددغې شورا د سفر د بندیزونو په لیست کې و، بندیز په موقت ډول لری کړی و. د طالبانو د مشرانو د سفر کولو د بندیز دغه معافیت تر اوسه دوه ځله تمدید شوی دی، خو د شنبې په ورځ یې موده پای ته ورسیده.

د جون په میاشت کې، له دې لیست څخه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت سرپرست او د پوهنې وزارت یو مرستیال لیرې کړل شول او نومونه یې بیرته د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل شول.

ټاکل شوې وه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په دې اړه د جمعې په ورځ پرېکړه کړې وای خو د راپورونو له مخې، د ځینو اختلافاتو له امله ددغې شورا د بندیزونو کمیټې ونشو کړی چې په دې باب وروستۍ پریکړه وکړي.

د رپوټونو له مخې، چین او روسیه د نوي نورو ورځو تمدید ملاتړ کوي خو فرانسه او برتانیا د سفر د موقتي اجازې د فسخ کیدو غوښتونکي دي.

امریکا د امنیت شورا بل دایمي غړی د ۱۳ طالبانو چارواکو پر ځای شپږو چارواکو ته یوازې د کابل او دوحې ترمنځ د سفر د اجازې د ورکولو پلوي کوي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي فکر کوي چې کیدای شي د ملګري ملتونو امنیت شورا به د څو تنو طالب چارواکو پرته د نورو د سفر موقتي اجازه تمدید نکړي.

ښاغلی فرهادي د چین او روسیې د استازو له خوا د نوي نورو ورځو لپاره د سفر له بندیزونو د ۱۳ طالبانو د چارواکو د نومونو د ایستلو د ملاتړ علت په اړه وايي چې د سیمې هیوادونه طالبانو حکومت سره تعامل ته اړتیا لري.

ښاغلي فرهادي وویل "ددې لپاره چې د سوداګرۍ او د تروریزم مهمې مسلې سیمې پوړې اړه نیسي. د ایرلنډ یا ناروې په څیر کوم هیواد که غواړي مخالفت وکړي هغوی ته د بشري حقونو د مسلو پرته دومره فرق نه کوي خو چین او روسیه په سیمه کې راتلوونکی لري".

د سیاسي چارو دا کارپوه وايي، د روسیې په ګډون د سیمې یو شمیر هیوادونه افغانستان کې اقتصادي ګټې هم لري. هغه د مثال په ډول د طالبانو د حکومت پریکړه چې له روسیې څخه یو میلیون ټن تیل واخلي هم د اړیکو په پراختیاو کې مهم بولي.

د ښځو د حقونو ځینو فعالان د امنیت شورا څخه غواړي چې طالبانو چارواکو باندې دې د سفر بندیزونه لرې نه کړي. د ښځو د حقونو د ملاتړ یوې فعالې مونسې مبارز امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په تیر یو کال کې د ښځو حقونو په برخه کې هیڅ ډول انعطاف نه دی ښودلی او لا یې پر ښځو محدودیتونه زیات کړي دي.

میرمن مبارز وویل " نه یوازې دا چې د طالبانو سفرونه دې تمدید نشي بلکې په پشپړ ډول دې د هغوی بهرني سفرونه بند شي او حتی چې طالبانو سره دې د هیڅ ډول خبرو زمینه نه برابریږي."