انتوني ګوتېرش: مسلمانان په نړۍ کې له مخ په زیاتېدونکي تبعیض سره مخامخ دي 

د اسلام څخه د کرکې په ضد مبارزه

له اسلام څخه د کرکې په ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي دي چې مسلمانان په نړۍ کې له تبعیض سره مخامخ دي.

د مارچ ۱۵ نېټه د اسلام څخه د کرکې د مفکورې په ضد د مبارزې ورځ بلل کېږي. انتوني ګوتېرش ویلي دي چې ټول تمرکز په دې کوي او غواړي چې «د مسلمانانو په ضد د نفرت زهر پاشي ختمه شي.»

نوموړي ویلي دي چې شاوخوا دوه میلیارد مسلمانان، چې په خپلو ټولنو کې انسانیت خپروي، د دین او مذهب له کبله له تبعیض او تعصب سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا خبره هم کړې ده، چې اسلامي ټولنې د بدنامه کېدو او تعصباتو له لړۍ سره مخامخ دي او مسلمانان د فردي بریدونو، نفرت پاروونکو خبرو او له ناحقې ملامتیا څخه کړیږي.

نوموړي زیاته کړې ده: «څه باندې زر کاله کېږي چې اسلام د سولې، شفقت او رحمت پیغام نړۍ ته الهام بخښلی.» د انتوني ګوتېرش په خبره د دغو تعصبانو اغیزې په مسلمانو ښځو باندې بیا زیاتې دي، چې د خپل جنسیت، نژاد او دین له کبله ورسره مخامخ دي.

د دیني او فکري ازادۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل راپور کې ویلي دي چې د مسلمانانو په ضد شک او تردید، تعصب او نفرت زیات شوي دي.

انتوني ګوتېرش دا هم ویلي‌ دي، چې یوازې مسلمانان د تعصباتو او دغو ستونزو قربانیان نه دي، بلکې د هغه په خبره دا د قومپالنې، سپین پوستو د برترۍ د مفکورې او نازیتوب یو نوی بهیر دی چې مسلمانان، یهودیان، یو شمېر مسیحیان او د نورو دینونو لارویان ورسره لاس او ګریوان دي.

ملګرو ملتونو تېرکال یو پرېکړه لیک خپور کړ چې د مارچ ۱۵ له اسلام څخه د کرکې او نفرت د مفکورې په ضد د مبارزې ورځ وټاکل شوه. په دغه پرېکړه لیک کې تاکید شوی دی چې ترهګري او افراطیت په هېڅ ډول له دیني، ملیتي، مدني او قومي عقایدو او مفکورو سره تړاو نلري.

دا سند د بشري حقونو او دیني تنوع په اساس په نړۍ کې د زغم، خبرو اترو او مفاهمې غوښتنه کوي.‌ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي: «تعصب موږ ټول له منځه وړي او دا په موږ پورې اړه چې په ضد یې ودرېږو.»