د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار په تاوتریخوالو "ژوره خواشيني" ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم ۱۹) په میانمار کې په وروستیو تاوتریخوالو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ډیر ژر یې د تاوتریخوالو د بندیدو تر څنګ، ملکي افرادو ته د زیان په نه رسیدو ټینګار کړی.

د میانمار په ستر راخین ایالت کې د یوې سترې اورپکې ډلې او د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپور ورکړل شوی دی.

له دې سره په یو وخت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې"وروستي تحولات په داوطلب، خوندي ، باوقاره او پایداره شکل د روهینګایي کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د داوطلبانه راستنیدو په اړه جدي ننګوني رامنځ ته کوي."

ددغو نښتو راپور د اورپکو د یوه ویاند له خوا ورکړل شوی او په دې سره هغه اوربند هم مات شوی چې د هغه هیواد په غربي برخه کې یې د فبروري میاشتې راهیسې د پوځ له خوا له کودتا وروسته سوله ټینګه کړې وه.

د جنوب ختیځې آسیا په دې هیواد کې د فبروري میاشتې راهیسې د مخالفینو د وحشیانه ځپلو او په سرحدي سیمو کې د وسله والو قومي ډلو سره د نښتو د پیل راهیسې ګډوډۍ رامنځ ته شوي ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو همدارنګه دې هیواد ته د کرونا واکسین په عادلانه لیږد او ویش او همدارنګه ټولو اړو خلکو ته په خوندي او عادلانه شکل د بشري مرستو د رسیدو غوښتنه کړېده.

د فبروري میاشتې له کودتا څو ورځې وروسته، د میانمار پوځ له "اراکان" پوځي ډلې سره په اوربند ټینګار وکړ، هغه ډله چې د راخین وګړو لپاره یې د راخین ایالت د خپلواکۍ لپاره خونړۍ جګړه کړیده.

د اراکان پوځي ډلې یوه ویاند د چهار شنبې په ورځ اې اف پي ته ویلي دي چې دغه نښتې وروسته هغه پیل شوې چې د میانمار پوځیان سیمې ته داخل شول. تر اوسه د تلفاتو په اړه راپور ورکړل شوی ندی.