د امنیت شورا غواړي د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) یو پریکړه لیک منظور کړ چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل پکې غوښتل شوي تر څو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیر کړي.

تر دې وړاندې د نومبر په میاشت کې هم چې د افغانستان په هکله یوه خپلواکه ارزونه شوې وه، د افغانستان سره د تعامل د ډیروالي غوښتنه پکې شوې وه.

پدې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکی تر څو د همدې ځانګړې راپور سپارښتنې عملي کړي، په ځانګړې توګه د جنسیت او بشري حقونو په برخې کې.

دا پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.‌

د رایې ګیرۍ څخه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي یامازاکي کازیوکي وویل چې عربي متحده امارات او جاپان پدې باور دي چې د افغانستان په هکله خپلواکه ارزونه د راتلونکې په هکله د خبرو لپاره شرایط برابروي.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د افغاستان په هکله د خپلواکۍ ارزیابۍ د سپارښتونو سره سم په کارده چې د افغاستان سره نړیوال تعامل "لا جامع، همغږۍ او د جوړښت له پلوه سم وي."

دا مسؤلیت جاپان او عربي متحده عربي اماراتو ته سپارل شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په هکله موضوعات د بحث لپاره راپورته کړي.

د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی او په ملګرو ملتونو کې ورته د "طالبانو اوسني مقامات" خطاب کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کیدو لپاره د پریکړه لیک منظوریدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې همدا ځانګړی استازی به وکړای شي نه یوازې د افغانستان سره تعامل ډیر کړي، بلکې هغه سیاسي عناصر او ډلې چې د افغانستان سره سر او کار لري، هغوی سره به هم تعامل وکړي.