ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي نهمه) د چین په شینژیانګ کې د بشري حقونو د جدي نقض د مواردو یو حیرانونکی راپور خپر وکړ.
راپور د چین په دې سیمه کې د ځورونو تورونه معتبر ګڼي او د بشر په وړاندې د جنایت ترسره کیدو ته اشاره کوي.
دغه راپور د کابو یو کال په موده کې جوړ شوی او د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرې میشل باچلیت د څلور کلنې دورې د پای ته رسیدو څخه ۱۳ دقیقې مخکې خپور شو.
متحدو ایالتونو په شينژیانګ کې د ایغوریانو او نورو قومي اقلیتونو په وړاندې د چین اقدامات"نسل وژنه" ګڼلې ده. خو د ملګرو ملتونو پدې ۴۹ صحفه یي راپور کې نسل وژنې ته هیڅ اشاره نده شوې، هغه مهم تور چې د امریکا په ګډون د غربي هیوادونو د قانون جوړونکو له خوا پر چین لګیدلی دی.
پر چین د کلونو راهیسې تور دی چې څه باندې یو میلیون ایغور او نور مسلمانان یې د نوموړي هیواد په لودیځه برخه سینکیانک کې بندیان کړي دي.
خو بیجینګ دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هغوی په شینژیانک کې د حرفه يي زده کړو روزنیز مرکزونه جوړ کړي کوم چې د افراطیت په وړاندې مبارزې ته طرحه شوي دي.
دملګرو ملتونو په ارزونه کې د چین د دولت له خوا په اصطلاح د حرفه يي زده کړو په روزنیزو مراکزو کې له نیول شویو خلکو سره د چلند په اړه اندیښنې راپورته شوي دي.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویلي چې "احتمالي "اجباري عقیم کول" او د "تیري او ځورونې" په اړه تورونه معتبر ارزول شوي دي."
دغه راپور د بیجینګ د سخت مخالفت له امله تر اوسه نه وو خپور شوی او تر چهار شنبې ورځې پورې دا معلومه نه وه چې آیا میرمن باچلیت به یې د خپلې کاري دورې تر پای ته رسیدو مخکې خپور کړي که نه.
د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي چې د چین حکومت د ترهګرۍ او تندلارې په وړاندې د مبارزې د ستراتیژي ګانو په چوکاټ کې د هغه هیواد په سینکیانک کې د بشري حقونو جدي سرغړونې لیدل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له چین څخه غوښتي هغه کسان آزاد کړي چې په خپل سر نیول شوي او اوس بندیان دي او د هغو کسانو د ساتلو مخفي ځایونه چې تر اوسه لادرکه دي د هغوی له خپلوانو سره شریک کړي.
په دې راپور کې همدارنګه د چین له حکومت څخه په ټول شینژیانګ کې د څو جوماتونو، زیارتونو او هدیرو د ورانیدو د راپورونو په اړه وضاحت غوښتل شوی دی.
د بشري حقونو د ملاتړ ډلې وایي دا ډول اقدامات "د ایغوریانو د هویت او د هغوی د ژوند کولو د لارې د له منځه وړولو" په هدف د چین له خوا په سیستماتیک ډول ترسره شوي دي.
شیژیانګ چې پکې د قزاقانو او نورو قومي ډلو په ګډون څه باندې ۱۳ میلیونه ایغور مسلمانان ژوند کوي، د چین د پراخیدونکي نفوذ شاهدان دی.
کله چې د چین د کمونیست ګوند اردو په ۱۹۴۹ کال کې د یادې سیمې کنټرول ترلاسه کړ، په شینژیانک کې یوازې ۲۰۰ زره چینایانو ژوند کاوه خو په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې د چینایانو شمیر څه باندې نهه میلیونو ته رسیدلی دی.