د ملګرو ملتونو یو پلاوی چې اسرائیل ته د هغو راپورونو د ارزولو لپاره تللی چې ویل کیږي د حماس ډلې د اکټوبر په اوومې نیټې په اسرائیل باندې د برید پر وخت په میرمنو جنسي تیری او جنسي زور زیاتی کړی، وایي "ښکاره او قانع کوونکي معلومات" یې تر لاسه کړي چې دا ډول تشدد شوی او ښایي لا هم د یرغملو کسانو سره روان وي.
د جګړو پر مهال د جنسي تشدد چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې پرامیلا پاټین د خپل ټیم د ارزونو په هکله خبریالانو ته وویل چې "ښکاره او قانع کوونکي معلومات یې تر لاسه کړي چې د یرغملو پر ضد جنسي تیري، جنسي شکنجې، غیر انساني او توهینونکې رویې په ګډون جنسي تشدد شوی".
میرمن پاټین همدارنګه وویل ګمان کیږي چې د حماس غړي ښایي د هغو کسانو سره همدغه شان جنسي تشدد کوي چې لا هم د هغوي سره په بند کې دي.
پدې ټیم کې چې نهه تخنیکي کارپوهان پکې و، د جنوري میاشتې له ۲۹ مې څخه د فبروري تر ۱۴ مې په اسرائیل کې و. دوي د اسرائیل بیلا بیلو وزارتونو د چارواکو سره وکتل ؛ یوه نظامي اډه او د عدلي طب ملي مرکز یې هم وکوت.
د ټیم غړیو همدرانګه څلور ځایونه وکتل چې د راپورونو له مخې د تیر کال اکټوبر په اوومې نیټې پکې جنسي تشدد شوی و.
د کارپوهانو دې ډلې همدارنګه تر ۵ زرو ډیر انځورونه او نږدې ۵۰ ساعته ویډیو وکتله چې ډیره برخه یې د برید پر وخت د حماس غړیو په کامرو کې ثبت شوې وه خو میرمن پاټین وایي د کوښښونو سره سره یې ونشو کړی د هغو کسانو سره وګوري چې جنسي تشدد پرې شوی و.
د ملګرو ملتونو دا چارواکې وایي چې د ارزونو پر مهال د اسرائیل حکومت ورسره بشپړه همکاري کړې او دې نتیجې ته رسیدلي چې ورکړل شوي معلومات "موثق او پرته له لاس وهنې" و.
د ملګرو ملتونو دا پلاوی اسرائیل ته د پلټنو او یا شواهدو راټولو لپاره نه و تللی بلکې هدف یې دا و چې په اسرائیل د حماس ډلې لخوا د اکټوبر په اوومې نیټې برید پر مهال او له برید وروسته د جنسي تشدد ادعاوو په هکله معلومات راټول، ارزیابي او تصدیق کاندي.
دې ټیم ویلي چې اسرائیل ته د سفر پر مهال یې ونشو کړی چې د جنسي تیري او جنسي ځورونې ځینې قضیې تصدیق کړي. پدې کې هغه مهمه قضیه هم ده چې په پراخه توګه راپور شوې وه او ادعا کیده چې د حماس ډلې د یوې امیندوارې میرمنې ګیډه پرې کړې وه او د هغې په ګیډې کې یې ماشوم په چاقو وهلی او دواړه یې مړه شوي و.
د کارپوهانو دې ډلې همدارنګه ویلي پدې هکله یې هم واضح نمونه نده موندلې چې ګواکې د حماس ډلې د ښځینه او نارینه سرتیرو جنسي غړي پرې کړي خو د عدلي طب په معایناتو کې څرګنده شوې چې د سرتیرو د بدن ډیرې برخې ژوبلې شوې وې.
دوي دا هم ویلي چې وې نشو کړی د ناهال اوز په نامه نظامي اډې کې ادعا شوی جنسي تیری تصدیق کړي.
اسرائیل د ملګرو ملتونو پدې راپور انتقاد کړی.
په رسمي توګه د راپور د خپریدو څخه څو ساعته وړاندې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز په ملګرو ملتونو کې خپل استازی د سلا مشورې لپاره وروغوښت او په ملګرو ملتونو یې انتقاد وکړ چې د ځانګړې استازې میرمن پاټین د رپوټ "غلي کولو" کوښښ کوي.
خو د ښاغلي ګوتریش ویاند سټیفان دوجاریک وویل چې عمومي منشي د میرمن پاټین د کار سره بشپړ ملاتړ لري. ښاغلي دوجاریک وویل چې میرمن پاټین او ټیم یې خپل کار په "موثره او هر اړخیزه توګه" ترسره کړی.