ملګرونو ملتونو په کابل کې دخپل یوه کارکونکي وژل کیدل غندلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې ددغه سازمان پر یو موټر باندې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۴ برید په سختو ټکو غندلی دی او پدغه برید کې د خپل یو کارکونکي پر وژل کیدو او د ملکي کسانو په ټپي کیدو سخت خپګان څرګند کړی دی.

په برید کې چې د کابل په ښار کې شوی، د نوموړي سازمان د دوه نورو کارکونکو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د وژل شوي کارکونکي د هویت په هکله سمدستي معلومات نه دي خپاره شوي خو ملګرو ملتونو ویلي دي چې د قرباني کورنۍ ته یې احوال ورکړی دی.

نوموړي سازمان په خپلې بیانیې کې ویلي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو پر نقلیه وسایطو باندې ددې سازمان ټاپه او نښه وي او دا په ډاګه کوي چې نقلیه وسیله د دغه سازمان ده، خو بیا هم برید پر شوی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان په حکومت او اړوندو چارواکو غږ کړی دی چې په ډیرې چټکۍ سره دي ددې برید تحقیقات وکړي او عاملین دې یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

افغان حکومت دغه برید تایید کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د اسوشیټدپرس خبري آژانس ته ویلي چې په برید کې یو بهرنی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.

رحیمي هم د قربانیانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسولیت نه دی منلی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.