د برېټانیا لوی درستیز طالبانو سره په تعامل ټېنګار کوي

د برېټانیا د پوځ لوی درستیز

د برېټانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نېک کارتر له افغانستان څخه د بهرنیو پوځيانو وتل یو ډېر سخت کار بللی دی.

کارتر د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۱۵) له سکای نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې برېټانیا باید له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

د برېټانیا پوځیان له امریکايي او نورو ائتلافي پوځیانو سره په ګډه د اګست میاشتې په پاي کې له افغانستان څخه ووتل.

دوي د طالبانو له بیا واکمنېدو نه وروسته، په یو کم ساري اقدام کې زرګونه افغانان د کابل د هوايي ډګر له لارې بهر ته انتقال کړل.

د برېټانیا د پوځ لوي درستیز جنرال نیک کارتر چې په همدې میاشت کې تقاعد کوي، مني چې له افغانستان څخه د وتلو نتیجه داسې نه وه لکه دوي یې چې تمه کوله.

جنرال نېک کارتر زیاتوي چې دا کار زیات «سخت» او هېچا «د داسې یو نتیجې تمه نه لرله»

نېک کارتر ټینګار کوي چې هېواد یې باید له طالبانو سره د تعامل هڅو ته ادامه ورکړي څو پاتې کسانو ته د وتلو زمینه برابره شي او په افغانستان کې ټولشموله حکومت رامنځته شي.

د کارتر په باور له طالبانو سره تعامل یو دلیل دا دی چې «طالبان پوه کړای شي چې د ټول شمولیت په اساس حکومت وکړي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو پوځيانو پر وتلو یوه نیوکه داده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې خبرو له بریالي کېدو نه مخکې خپل پوځیان وویستل.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار جان بولټن پدې نظر دی چې د افغانستان په اړه د پالیسیو له کبله په خلکو کې دولسمشر بایډن محبوبیت کم شوی دی.

بولټن ویلي چې «د ولسمشر بایډن د محبوبیت د کمېدو یو لامل په نړیواله کچه له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو پوځیانو د وتلو منعکس کېدل وو.»

امریکا او متحدین یې له شل کلن پوځي حضور نه وروسته، د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او طالبان یو ځل بیا پر هېوادواکمن شول.

امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو په یو تازه اقدام کې یې له قطر سره موافقه کړې چې په افغانستان کې یې ګټې خونديکړي.