امریکا د جنوبي کوریا نظامي تمرینونو ته ستراتیژیکې بم غورځونکي استوي – رسنۍ

د امریکا  B-1B ستراتیژکې بم غورځونکي الوتکي

ټاکل شویده د امریکا هوایي پوځ د شنبې په ورځ د امریکا - جنوبي کوریا مشترکو نظامي تمرینونو لپاره B-1B ستراتیژکې بم غورځونکي الوتکې واستوي. دا خبر د سهیلي کوریا یونهاپ نیوز خبر ورکړی دی.

امریکا وروسته له هغه دغه پریکړه کوي چې شمالي کوریا په وروستیو ورځو کې د متحدینو د مشترکو نظامي تمرینونو په غبرګون کې یو لړ تسلیحاتي ازمایښتونه کړي دي.

سیول او واشنګټن د دوشنبې ورځې راهیسې د "هوښیار توپان" په نامه مشترک هوایي تمرینونه پیل کړي او دا تمرینونه د هغه څه په ځواب کې چې د متحدوینو له خوا د شمالي کوریا د تحرکاتو دوام ګڼل کیږي. دا تمرینونه تر شنبې ورځې پورې وغځیدل.

یونهاپ نیوز لیکلي، دا د ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې B-1B بم غورځونکي الوتکي د امریکا – جنوبي کوریا په مشترکو نظامي تمرینونو کې کارول کیږي.

ددغې رسنۍ په حواله متحدو ایالتونو د اکتوبر میاشتې له وروستیو څخه څلور دغه ستراتیژیکې بم غورځونکي الوتکي په ګوام ټاپو کې ساتلي دي.

جنوبي کوریا له متحدو ایالتونو څخه د "ستراتیژیکو شتمنیو" د ځای پرځای کیدو غوښتنه کړې کوم چې پکې د الوتکو لیږدونکي، اټومي اوبتلونه او د B-1B په شان اوږد واټن بم غورځونکي هم شامل دي.

د متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا چارواکو تر اوسه په دې اړه نظر ندی ورکړی.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر لي جونګ سوپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر لویډ‌ آسټن سره تر ملاقات وروسته وویل، متحدو ایالتونو موافقه وکړه چې د کوریا په وچه او شاوخوا سیمو کې به "ستراتیژیکې شتمنۍ" ځای پرځای کړی.