دوه روسان چې په یوې وړۍ کښتۍ کې امریکا ته رسیدلي، د پنا غوښتنه یې کړې

د متحده ایالاتو د الاسکا په ایالت کې چارواکي وایي دوه روسي اتباع چې په یوې وړې کښتۍ کې د دې ایالت ساحال ته یې ځانونه رسولي، د پنا غوښتنه یې کړې.

دا کسان څو اوونۍ وروسته تر هغه امریکا ته راغلل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین اعلان وکړ غواړي څه باندې ۳ زره ملکیان په نظامي ځواکونو کې شامل کړي.

ښاغلي پوتین دا کار پدې خاطر وکړ چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو سره په جګړې کې مرسته وکړي.


د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د الاسکا د ایالت دوو استازو لیسا مارکووسکي او ډان سولیوان په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې دغه دوه روسي اتباع یوې ټاپو ته په وړۍ کښتۍ کې رسیدلي او په متحده ایالاتو کې د پنا غوښتنه یې کړې.

د متحده ایالاتو د الاسکا ایالت کومې برخې ته چې دغه روسي اتباع رسیدلي، د روسیې د لیرې ختیځې برخې څخه یوازې څو کیلو مټره لیرې پرته ده.

په عین حال کې د امریکا د کورني امنیت وزارت یو ویاند چې د دې روسي اتباعو هویت یې ندی په ډاګه کړی ویلي چې د دې کسانو قضیې د متحده ایالاتو د مربوطه قوانینو سره سمې څیړل کیږي.

امریکایي چارواکي وایي د روسیې څخه د دې کسانو راتګ څرګندوي چې د دې هیواد خلک نغواړي د اوکراین پر ضد پوتین په جګړې کې برخه واخلي.


وروسته تر هغه چې د روسیې جمهور رئیس تر ۳۰۰ زرو پورې د احتیاطي سر تیرو جوړولو اعلان وکړ ګڼ شمیر روسي سړي چې په عمر پوځ کې د شاملیدو وړ دي په الوتکو او موټرو کې د هیواد څخه بهر ووتل.

د آزادې اروپا راډیو داسې انځورونه تر لاسه کړي چې د روسیې او ګرجستان تر منځ د موټرو او لاریو اوږده قطارونه چې هغه روسان پکې سپاره دي چې عسکرۍ ته جلب کیدی شي، ناست دي او غواړي چې هیواد پریږدي.

د ایوان په نامه یو روسي ویلي چې د سرحد څخه اخیستو تقریباً ۱۲ ساعته وخت ونیوه.

هغه وایي چې په لومړي سر کې په سرحد کې ډیر موټر ولاړ و او له همدې کبله ډیر شمیر خلک په سرحد کې بند پاتې و خو د شپې پر مهال خلکو وکړی شو چې ګرجستان ته واوړي.

د قزاقستان او منګولیا سره په سرحد کې هم د ګڼ شمیر خلکو راپورونه ورکړل شوي چې دې هیوادونو ته اوښتي دي.

ها خوا بیا جرمني ویلي هغو روسانو ته چې په پوځ کې د جلب کیدو څخه تښتي او دې هیواد ته ورځي، قضیو ته یې په کتو پناه به ورته ورکړل شي.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې ننسي فایزر هغوي چې د عسکرۍ څخه تښتي او د جدي عواقبو د ګواښ سره مخ دي کولی شي د قانون له مخې په جرمني کې د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړي.

میرمن فایزر د جرمني یوې ورځپاڼې سره په مرکې کې وویل، " هر هغه څوک چې په زړه ورتیا سره د پوتین د رژیم مخالفت کوي او له همدې کبله د خطر سره مخ کیږي، کولی شي چې د سیاسي تعقیب کیدو پر اساس د پناه غوښتنه وکړي."