د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې دوو مظاهره کوونکو د دوشنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري دوهمه) د عراق د سفارت مخې ته د قران یوې نسخې ته اور ورته کړ.
دغو مظاهره چیانو چې ځانونه د "ډنمارک د وطنپالو" په نوم ډلې غړي بولي، لومړی د قران یوه نسخه تر پښو لاندې کړه او وروسته یې وسوځوله.
له هغه وروسته چې په سويډن کې مېشت عراقي کډوال سلوان موميکا د سويډن په پایتخت ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته قرآن کريم او د عراق بيرغ ته اور ورته کړ، په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې پراخ لاريونونه پيل شول.
د عراق په پایتخت بغداد کې مظاهره چیانو د سویډن سفارت وسوځاوه او د عراق حکومت د سویډن سفیر وشړه.
دا مطلب هم ولولئ سټاکهولم کې د قران سوزولو پلان؛ عراقیانو د سویډن سفارت ته اور واچوهسعودي عربستان او ایران د قران د سوځولو په غبرګون کې د سویډن سفیران وروغوښتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ته په یو لیک کې له هغه غوښتي چې "دغه عمل په سمدستي توګه وغندي او ژر تر ژره د دغه ډول کرغیړنو او پارونکو کړنو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي."
د ایران مشر علي خامنه يي د سویډن له حکومت څخه غوښتي چې مومیکا اسلامي هېوادونو ته وسپاري او هغه ته یې د "سختې سزا" غوښتنه کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس د خامنه يي له قوله ویلي: "په سویډن کې پر قران کریم برید یوه ترخه، توطیه او خطرناکه پېښه ده. د دې جنایت عاملینو ته باید د ټولو اسلامي علماوو له خوا سخته سزا ورکړل شي."
دا مطلب هم ولولئ خامنه یي هغه کس ته سخته سزا وغوښتله چې سویډن کې یې قرآن ته سپکاوی کړید اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري، هم د سویډن د حکومت له خوا د قران د نسخې د سوځولو د لاریون د جواز صادرول غندلي او دا یې "یو بل پاروونکی برید» بللی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم له سویډن څخه غوښتي چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي."
د سویډن حکومت که څه هم په دغه هېواد کې غونډې، مظاهرې او د بیان ازادي د خلکو قانوني حق بولي، خو د قرآن کریم سوځول یې غندلي دي.