د داعش ضد عملیاتو کې په عراقي ځواکونو ځانمرګي برید دوه تنه وژلي  

د عراق پوځ، تصویر له ارشیف څخه اخیستل شو

په عراق کې امنیتي سرچېنې وایي دوه عراقي عسکر د بغداد په شمال کې د داعش جنګیالیو ضد عملیاتو په مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوې سرچېنې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه اورپکي په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چاولي چې له کبله یې درې نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

سرچېنې ویلي یو بل اورپکي هم غوښتل چې ځانمرګی برید وکړي، خو په ډزو ووژل شو. دا پېښه د بغداد د ترمیه په سیمه کې شوې ده.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې نیولې وې او خپل «خلافت» یې اعلان کړی و، خو په ۲۰۱۷ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دا ډله وځپل شوه او د عراق حکومت د داعش ډلې په ضد خپل بری اعلان کړ.

خو راپورونه وايي چې لا هم ددغې ډلې ځینې جنګیالي د عراق په ځینو لېرو پرتو سیمو کې شته او فعالیت لري.

نن د عراق د پوځ ویاند یحی رسول وویل چې په دې وروستیو کې د شمالي نینوا په ایالت کې « د داعش ۴۳ عناصر» وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې شاوخوا ۱۰۰۰۰ جنګیالي فعال وو.