په فرانسه کې دوو پوځي جیټ الوتکو په هوا کې ټکر کړی او چارواکو د دغو الوتکو د عملې د دوو غړو لټون پیل کړی دی.
د فرانسې په شمال ختیځ کې د چهارشنبې اګست ۱۴ (زمري ۲۴) ددغې کم سارې پېښې وروسته د یوې الوتکې پیلوټ د پراشوټ په واسطه ځان ځمکې ته ښکته کړی او په دوهمه الوتکه کې سپاره روزونکی او یو زده کوونکی پیلوټ ورک دي.
په پایتخت پاریس کې د فرانسې د هوايي ځواکونو یو ویاند وویل چې دا د غږ له سرعت څخه ګړندۍ (سوپرسونیک) الوتکې د سېنټ ډیزیر په هوايي اډې پورې اړه لري.
د فرانسې د دفاع وزارت ویاند سباستیان لیکورنو په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې یو پیلوټ روغ موندل شوی او په دوو نورو پسې لټون دوام لري.
چارواکي وايي چې د فرانسې شمال ختیځ کلمبي ایل بلز ښارګوټي په سر ددغه پېښې لامل سمدستي ندی څرګند شوی او د پوځي مسئولینو له څېړنو وروسته په ډاګه شي.
د رافایل په نوم دا جنګي جیټ الوتکې د دښمن د الوتکو په نښه کولو لپاره استعمالیږي او په ځمکه او اوبو کې هدف ویشتلی شي. دا د فرانسې د وسلو د صنعت ترټولو ښه خرڅلاو لرونکي جنګي وسیلې دي چې استخباراتي عملیات ترسره کولی شي او د اتومي کوپړیو د لیږدولو توان لري.
د رافایل الوتکو ټکر کم ساری دی.
فرانسې دغه الوتکې پر مصر هند، یونان، اندونیزیا، کرویشیا، قطر او متحده عربي اماراتو هم پلورلي دي.