ننګرهار کې چاودنو پنځه تنه وژلي او اوویشت نور یې ټپیان کړي

تراوسه ددغو چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

د ننګرهار په ولایت کې نن د جمعې په ورځ په دریو چاودنو کې پنځه تنه وژل شوي او اوویشت نور شوي دي

د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې دریو چاودنو د پولیسو د یو منصبدار په ګډون پنځه کسان وژلي او ۲۷ نور زخمیان کړي دي.

اوله چاودنه د جلال اباد ښار د څلورم ماموریت سیمه کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نظارت خاني د امر د کاله مخې ته په څه کم یولس بجې شوې ده.

په دغه چاودنه کې د نظارت امر سمونیار عبد الحکیم او د هغه کوچنی زوی وژل شوي دي او د لارې په سر تلونکي شپږ کسان ټپیان دي.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي دویمه چاودنه په څه کم دولسو بجو د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د اطفایې ادارې ته څېرمه په یو رنجر موټر شوي، خو هغه مهال چې خلکو د دغې چاودنې ټپیان لېږدول نو په همدغه سیمه کې پرې بل ښخ شوی ماین راپاڅېدلی، چې ډېره مرګ ژوبله په همدې چاودنه کې اوښتې ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلال آباد ښار د تروریستي پیښې په هکله ویلي چې "د افغانستان دښمنان په دې وروستیو کې د وېرې خورولو او د خلکو د ژوند د امن فضا د ګډوډولو لپاره له هرې وسیلې څخه ګټه اخلي."

جمهور رئیس غني د دغو تروریستي پېښو د سخت غندلو په ترڅ کې وویل، د افغانستان دښمنان هیڅ وخت نشي کولای، په دغسې وحشیانه او تروریستي بریدونو سره د افغانستان د خلکو په اراده کې خلل واقع کړي او د خپلو بادرانو شومو موخو ته ورسېږي.

د ننگرهار د والي ویاند وايي په دریواړو چاودنو کې پنځه کسان وژل شوي او اوه ویشت نور زخمیان دي.

هغه وايي " په دغه پېښه کې د دوو امنیتي منسوبینو په ګډون پنځه کسان شهیدان شوي او اوه ویشت نور زخمیان دي، پنځه ماشومان او یوه مېرمن هم په ټپیانو کې شامله ده".

خوږیاڼی وايي دغه ماینونه د سرک په غاړه کې ښخ شوي وو.

د وروستۍ پېښې په سیمه کې ولاړ یو کس چې چاودنې یې ورور ټپی کړی وايي زخمیان یې لیدل چې اکثره یې ریګشه چلوونکي او سورلۍ وې.

د صمد په نوم دغه کس وايي: " زما ورور هم رکشه چلوله هغه هم پکې زخمې شوی دی".

د ننګرهار روغتیايي چارواکو ویلي چې له دریواړو پېښو یې روغتون ته پنځه جسدونه او ۴۱ ټپیان وروړل شوي چې د یو کس وضعیت پکې د اندېښنې وړ دی.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي: " په ۴۱ زخمیانو کې ۱۱ زخمیان له تداوۍ وروسته رخصت شوي او نور بستر دي".

تر اوسه طالبانو یا بلې وسله والې ډلې ددغو چاودنو پړه نه ده منلې.

خو د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې نننۍ ماین چاودنې د داعش وسله والو کړي او حکومتي سرتېرو ددغې ډلې هغه کس یې نیولی چاودنو پر وخت یې د پېښې ویډیو کوله.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل: " د نن ورځې د ماینونو ځای پر ځای کونکی داعش وسله وال دی او په داسې یو وخت کې نیول شوی دی چې د ننیو بریدونو پر وخت یې ویډیو کوله، پخپله دغه کس هم په خپل جرم اعتراف کړی دی".

که څه هم په جلال اباد کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د سرک غاړې د ماینونه چاودنې نه کېږي، خو دغلته په یوه ورځ ددریو پرلپسې چاودنه کېدل د ډېرو لپاره د اندېښنې وړ مسله ګڼله کېږي.