پاکستان کې د ډبرو سکرو د کان د نړېدو په پېښه کې ۱۲ تنه مړه شوي

د پاکستان بلوچستان د هرنايي ضلعې د ډبرو سکرو ددې کان څخه د ۱۲ کارګرانو مړي ایستل شوي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري ۱) د ډبرو سکرو له یو نړېدلي کان څخه د ۱۰ نور کسانو مړي وایستل شول او پېښې د قربانیانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

پېښه د سه شنبې په ماښام ددغه ایالت د مرکز کوټې په ۸۰ کیلومترۍ کې د خوست په سیمه کې د ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د ځمکې له سطحې څخه په ۲۴۴ متره ژور دغه شخصي کان کې د چاودنې له کبله ۱۲ کارګران بند پاتې شوي وو.

د بلوچستان د کانونو سر مفتش عبدالغني بلوڅ فرانس پرس ته وویل: "د ژغورنې هڅې د ټولو ۱۲ مړو په موندلو سره پای ته رسیدلي. د شپې په اوږدو کې دوه جسدونه وموندل شول او پاتې ۱۰ یې سهار وموندل شول."

ددغه ایالت د کانونو د چارو عمومي مشر رئیس عبدالله شاهواني هم د مړو شمیره تائید کړ او ویې ویل: "لومړني راپورونه ښیې چې پیښه د میتان ګاز له امله رامنځته شوې ده."

د پاکستان صدراعظم شهبازشريف په یو بیان کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې ده.

په لومړي سر کې داسې انګېرل کېده چې په کان کې یوازې ۱۰ کارګران موجود و. د حکومت د کانونو ریاست او د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې ژغورونکو د شپې لخوا هڅه وکړه چې دوی ته ورسیږي.

د اتو کسانو یوه ډله چې د خپلو همکارانو د ژغورلو هڅه یې کوله هم د څو ساعتونو لپاره په کان کې بند پاتې وو، مګر وروسته د حکومت د ژغورنې ډلې لخوا وژغورل شول چې ځینې یې بې هوښه شوي وو.

د پاکستان په کانونو کې، چې د خطرناکو کاري شرایطو په لرلو او د خوندیتوب د معیارونو په نه عملي کېدو شهرت لري، مرګونې پیښې معمول دي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی خو تر ټولو بې وزله ایالت دی، او د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه دی، چې ځايي خلک یې له ډېر وخت راهیسې شکایت کوي، چې له دغو زیرمو څخه ترلاسه کېدونکې شتمنۍ په پاکستان کې د ټولنو ترمنځ په عادلانه توګه نه وېشل کېږي.

د بلوچستان د ډبرو سکرو د کارګرانو فدراسیون مشر لالا سلطان فرانس پرس ته وویل: "دا پېښه په بلوچستان کې نه لومړۍ ده او نه به وروستۍ وي. د ډبرو سکرو په کانونو کې د خوندیتوب تدابیر په کمه توګه پلي کیږي. په داسې حال کې چې نور ایالتونه د خوندیتوب ځینې پروتوکولونه لري، په بلوچستان کې خوندیتوب په بشپړ ډول له پامه غورځول شوی دی."

د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې په همدې سیمه کې د ډبرو سکرو په دوو څنګ پر څنګ کانونو کې د ګازو د چاودنې له امله ۲۳ کسان مړه شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

چارواکو ددې چاودنې لامل د د میتان ګازو چاودنه وبلله چې له امله یې د کان تونل ونړېد.

په ۲۰۱۱ کال کې ددغه ایالت د ډبرو سکرو په یو بل کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۴۳ تنه کارګران مړه شول.