د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران: د ښځو پر خلاف د طالبانو اقدامات ممکن په بشري جنایتونو بدل شي

عکس (ارشیف)

د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې په سیستماتیکي بڼې بدلیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي، کیدای شي د طالبانو دا اقدامات د بشریت پر وړاندې د جنسي ځورونې په جنایتونو باندې بدل شي.

د البانیا، بلجیم، کابو ورد، کاستاریکا، کرویشیا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، لیختنشټاین، لوکزامبورگ، مالټا او د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ سپټمبر۱۹ ( وږي ۲۸)، " افغانستان کې د جنسیتي سیستماتیک تبعیض پروړاندې د مقابلې" تر عنوان لاندې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې ښځې او نجونې ورو، ورو خو په مطمین ډول د ګڼو فرمانونو پر اساس له ټولنیز ژوند څخه ګوښې کړی شوې دي.‌

په دې ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس ویل شوي، چې په تېر یو کال کې له هرو دوو یوې افغان مېرمنې کورنۍ فیزیکي یا جنسي زور زیاتی تجربه کړی، چې د ښځو او نجونو پر رواني روغتیا یې ډیره ناسمه اغېزه کړې ده.

د دولس هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د ښځو او نجونو حقونو په ځانګړي ډول د زده کړو او کار له حقونو سرغړونې کوي او باید چې هغوی د خپلو کړنو په برخه کې ځواب ویوونکي اوسي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو په ادارو او د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو او نجونو په کار باندې بندیز مرستو ته اړو کسانو سره د مرستې رسونې په بهیر باندې ناسمه اغیزه کړې او د میلیونو کسانو په ځانګړي ډول د ښځو ژوند یې د ګواښ سره مخ کړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ښځو پر وړاندې تبعیض سیستماتیک او بنیادي دی. د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو اقدامات په ټولنه نړۍ کې بې ساري دي او ممکن د جنسیت پر اساس د ځورونې او د بشریت پر وړاندې په جنایت بدل شي. د همدې له امله مونږ له طالبانو غواړو چې په عاجل ډول دې دا محدودیونه لغوه کړي او د بشري اصولو څخه دې ساتنه وکړي".

دغو هېوادونو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو سره په څنګ کې ولاړ دي.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې ښځو او نجونو ته د زدکړو، کار او په ټولنه کې د حضور په ګډون اساسي حقونه ورکړي او همدا راز دې غیر دولتي ادارې، مدني بنسټونه، د بشري حقونو فعالان، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي په ازاد ډول خپل کار او فعالیت ته پرېږدي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګیدو لپاره د ښځو، نجونو او د قومي او مذهبي ډلو د اړوندو اشخاصو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو په ګډون یوې ټولشموله سیاسي پروسې ته اړتیا ده."

همداشان د دغو دولس هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ګډه اعلامیه کې د نړیوالو کنوانسیونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د رفع کولو کنوانسیون، د ژمنو په عملي کیدو چې افغانستان هم لاسلیک کړی ټینګار کړی دی.

طالبانو په څه باندې تیرو دوو کلنو کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره په پرله پسې ډول په خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي او د ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

ندیم کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې لویدیځ هیوادونه په دې تورن کړل، چې د ښځو د حقونو له مسلې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو له مسلې ناسمه ګټه پورته کوي.