د زردچوبې یا «کورکومین» په نوم طبیعي بوټی له زرګونو کلونو راپدېخوا په اسیايي هیوادونو کې د غذا او درملو په توګه زیات کارول کیږي.خو د کرونا ویروس خپرېدو سره دغه غذا یا درمل تر بل هر وخت زیات نړۍ ته معرفي شول.
د تیرو وختونو راپدېخوا له زردچوبې «کورکومین» څخه د سرطان، د درد او التهاب ضد او تر ټولو مهمه دا چې د لویو ناروغیو په مقابل کې د بدن معافیتي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډيره استفاده کېدله.
د عصري طب څېړنو هم ښودلې چې زردچوبه « کورکومین» د التهابو ضد قوي خاصیت لري، خو دا په هغه کې موجود ترکیبات په اسانۍ سره هضم او جذب کېدای نشي، نو د زردچوبې د مصرف طریقه ډيره مهمه ده او بهتره داده چې میده شي او یا هم په چایو کې وخوړل شي.
یوې علمي څېړنې ښودلې چې زردچوبه «کورکومین» په بدن کې د انزایمونو د تولید سبب کیږي چې په بدن کې ازاد رادیکالونه خنثی کړي او پر بدن د هغه د ورانکارو یا تخریبونکو تاثیراتو مخنیوی کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو د څېړنیز انستیتوت د څېړنو په اساس، زردچوبه د قوي انتي اکسیدانتي خاصیت په خاطر د مکروبي ناروغیو د اخته کېدو خطرکموي، د ښه او فعال فعالیت په اساس د بدن د حجرو تضمین کوي.
د جنوبي اسیا په په اکثرو هیوادونو کې له زردچوبې طبیعي بوټي څخه د زړه او رګونو، د سرطان او شکر ناروغیو کمولو په خاطر غذا کې اسفتاده کیږي.
علمي څېړنو ښودلې چې په زردچوبې بوټې کې موجود مواد د رګونو په ځانګړي ډول د داخلي دېوالونو د ښه فعالیت سبب کیږي او د رګونو د بندېدو مخه نیسي، د زردچوبې ترکیبات د وینې فشار پر تنظییم باندې هم تاثیر لري.
د امریکا متحده ایالاتو د څېړنیز انستیتوت د یوې بلې څېړنې له مخې زرد چوبه د سینې د ساتنې او د هغه حجرو د تخریب په مخنیوي کې ګټوره بلل شوې ده.
په دغو څېړنو کې راغلي:"په زردچوبه کې فعالیترینه ماده کورکومین د اکسیداتیف فشار کمولو، او د چربي اکسیدیشن په مخنیوي سره د سینې د ساتنې سبب ګیږي."
همدارنګه دغه څېړنو ښودلې چې زردچوبه د دې سره په یو وخت کې چې د کیسه صفرا انزایمونو د تولید سبب کیږي او د غذا د هضم او جذب کې اسانتیا رامنځته کوي د سینې حجرې هم د سولونکو کیمیاوي موادو څخه ساتنه کوي.
پوهان ټینګار کوي چې د دغه غذا په کارولو کې باید زیات اصراف ونشي او د استفادې په وخت کې باید له ډاکټرانو سره مشوره وشي، ځکه په خوړلو کې زیات اصراف کېدایشي زیان رسوونکي تاثیرات ولري.