ټاکل شوې چې د ترکیې پارلمان په همدې روانې اوونۍ کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب باندې رایه ګیري وکړي او د څه باندې یو کال ځنډ وروسته دا موضوع حل کاندي.
سره لدې چې په مطبوعاتو کې دوشنبه جنوري ۲۲ مه (سلواغې ۲) ویل شوي چې ښایي دا رایه ګیري به د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ وشي خو یوې سرچینې بیا د فرانس پریس خبري اژانس ته د رایه ګیرۍ لپاره د پنجشنبې ورځ یاده کړې.
د ترکیې په پارلمان کې د رایه ګیرۍ ځنډیدو له کبله د انقرې او لویدیځو متحدینو اړیکې هم څه نا څه کمزورې شویدي.
فنلنډ او سویډن په اوکراین د روسیې یرغل څخه وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره خپل اسناد وسپارل. سره لدې چې فنلنډ د تیر کال اپریل په میاشت کې د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي تړون ۳۱ م غړی شو خو د ترکیې او هنګري مخالفت له کبله د سویډن غړیتوب څه باندې دوه کاله کیږي چې ځنډیدلی.
هنګري، چې د ناټو غړی دی، تر اوسه په دې تړون کې د سویډن ګډون نه دی تائید کړی. د دې سازمان د قانون له مخې که یو بشپړ غړی هم د کوم هیواد غړیتوب سره مخالفت وښي، غړیتوب نه ورکول کیږي.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سویډن غړیتوب سره مخالفت درلود او په لومړي سر کې یې دا هیواد تورناوه چې پخپلې خاورې کې "ترهګرو" سره نرمي ښیي او فعالیت ته یې اجازه ورکوي. د مظاهرو پر وخت د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب، قرآنکریم سوځیدو ته اجازه ورکول د ښاغلي اردوغان د مخالفت یو بل دلیل و.
خو د همدې مقاومت له کبله داسې څرګندیده چې ګنې ښاغلی اردوغان د ناټو پر ځای ځان ډیر د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ته نږدې کوي.
سره لدې چې ترکیې اوکراین ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي خو په عین حال کې یې د روسیې سره خپله سوداګري پراخ کړې.
د ترکیې مشر همدرانګه د لویدیځو هیوادونو هغو مشرانو څخه یو دی چې په منظمه توګه یې د ښاغلي پوتین سره د اوکراین جګړې پیل کیدو راهیسې مخامخ کتلي او څو ځله یې په ټیلیفون کې هم خبرې کړي.
د ترکیې په مطبوعاتو کې آن دا ویل شوي چې ښایي د روسیې جمهور رئیس به بله میاشت په رسمي سفر انقرې ته ولاړ شي.
په سر کې د سویډن غړیتوب سره د ترکیې دلیل دا و چې کردي ډلې یې منلي – ترکیه دا ډلې "ترهګر" بولي. خو سویډن بیا د ترکیې د دې مخالفت څخه وروسته نه یوازې دا چې د ترهګرۍ ضد قوانین یې سخت کړل بلکې د اردوغان په غوښتنې یې نور امنیتي اقدامات هم وکړل.
سره لدې چې د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ تیره میاشت په ناټو کې د سویډن غړیتوب منظور کړ خو تر هغې وروسته جمهور رئيس اردوغان له واشنګټن غوښتي چې دې هیواد ته د ایف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو ورکولو لپاره دې خپلې ژمنې عملي کاندي.
اردوغان تیره میاشت د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره خپله دا غوښتنه شریکه کړې وه.
خو په واشنګټن کې چارواکي وایي د ترکیې دا غوښتنه به د متحده ایالاتو په کانګرس کې وروسته تر هغه منظور شي چې د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم تیره میاشت استانبول ته پخپل رسمي سفر کې همدا دریځ څرګند کړی و.
رجب طیب اردوغان تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ویلي و چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب له غوښتنې څخه پدې شرط ملاتړ وکړي، چې د امریکا کانګرس د انقرې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د پیرودلو غوښتنه ومني.
ښاغلي اردوغان ویلي و چې د ترکیې پارلمان یواځې هغه وخت په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه لاس په کار شي، چې د امریکا کانګرس د لسګونو ایف-۱۶جنګي جټ الوتکو او د هغه اضافي پرزو د پیرودلو په موخه د ترکیې غوښتنه تصویب کړي.
ترکیې له روسیې څخه د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم د اخیستلو پر سر له ناټو او په ځانګړې توګه له امریکا سره مخالفت لري، له همدې امله امریکا د ترکیې د دفاعي صنایعو پر ادارې بندیزونه ولګول او همدارنګه یې په ۲۰۱۹ کال کې د دې سیسټم د اخیستلو په غبرګون کې پر دغه هېواد امریکايي ایف -۳۵ الوتکې پلورل وځنډول.
متحده ایالات وايي چې د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم ، ایف-۳۵ جنګي جټ الوتکو او د ناټو پراخو دفاعي سیسټمونو ته ګواښ دی او کولی شي له روسیې سره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او د لویدیځ جنګي الوتکې په نښه کولو کې مرسته وکړي، هغه ادعا چې ترکیې تل رد کړې ده.
خو د امریکا له خبرداریو سره سره، ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې له روسیې سره د اس-۴۰۰دفاعي سیسټم د پېرلو تړون لاسلیک کړ.