یوه ورځ وروسته چې امریکا د ترکیې یوه الوتکه نسکوره کړه، ترکیې په سوریه کې هوایي بمبارۍ ډیرې کړي

د ترکیې هوایي بریدونه د سوریې په شمال کې د کردانو په مرکونو شوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته تر ځانمرګي برید وروسته چې تیره اوونۍ پکې د پولیسو دوه افسران ټپي شول، د دې هیواد د دفاع وزارت ویلي چې په کردي اهدافو یې هوایي بریدونه ډیر کړي.

د ترکیې د دفاع وزارت جمعه اکټوبر ۶ (تلې ۱۴) ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې د سوریې په شمال کې د کردانو ۱۵ اهدف په نښه شویدي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې هوایي بریدونه د جمعې په ماښام شوي او د " حد اکثر مقدار" مهماتو څه پکې کار اخیستل شوی و.

وزارت ویلي چې په هوایي بریدونو کې هغه قوماندانۍ او پنا ځایونه په نښه شوي چې کردي ځواکونه ترې کار اخلي.

بریدونه د هغو کردي ځواکونو په مرکزونو هم شوي چې د متحده ایالاتو ځواکونه ورسره په ګډه په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ سره تر برید سمدستي وروسته د عراق په شمال کې هم د کردانو په مرکزونو هوایي بمبارۍ وشوې.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې پدې بمباریو کې د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې شاوخوا ۲۰ اهداف په نښه شوي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې سمڅې، پنا ځایونه او ډیپوګانې له منځه تللي او د پي کې کې ګڼ شمیر غړي هم وژل شویدي.

د پي کې کې ډله چې د عراق په شمال کې د پټیدو خوندي ځایونه او اډې لري، ادعا یې کړې چې دا برید هغوي کړی. دا خبر یوې خبرې سرچینې ورکړی چې د دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

په سوریه کې د هوایي بمباریو څخه څو ساعته وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن سره د ترکیې د یوې جنګي ډرون الوتکې غورځیدو په هکله خبرې وکړلې.

دا الوتکه چې په سوریې کې په عملیات کې ترې کار اخیستل کیده، امریکایي ځواکونو تیره ورځ وویشتله او نسکوره یې کړه.

د امریکا پوځ وايي الوتکه یې هغه وخت ووېشتله چې امریکايي ځواکونو ته ډېره نږدې شوه.

په پنټاګون کې چارواکي وایي چې امریکايي قومندانانو د پنجشنبې په ورځ وختې دا الوتکه ولیدله او دا هغه وخت و چې د ترکیې پوځ د امریکايي ځواکونو د مرکز په یو کیلیو میترۍ کې هساکه ته نژدې یو لړ هوايي بریدونه وکړل.

مقامات وايي په دې وخت کې امریکایي ځواکونه خپلو سنګرونو ته واستول شول او د ترکیې له قومندانانو سره د خبرو اترو هڅه وشوه، خو وروسته چې د ترکیې الوتکه امریکايي ځواکونو ته تر نیم کیلو میتر هم نژدې شوه، د وېشتلو پرېکړه یې وشوه.

د پنټاګون ویاند برید جنرال پټریک رایدر خبریالانو سره په خبرو کې د الوتکې د وېشتلو د پرېکړې ننګه وکړه خو ویې ویل چې "دا د تاسف وړ پېښه" ده.

هغه زیاته کړه:"د هوايي بریدونو په مهال د مشاهداتو په اساس او دغه حقیقت ته په کتو چې دا الوتکه د امریکایي ځواکونو په نژدې نیم کیلیو میترۍ کې وه، امریکايي قومندانانو پرېکړه وکړه چې دا د ځان د دفاع لپاره یو خطر دی."


ښاغلي فیدان خپل امریکایي سیال ته ویلي چې د ډرون الوتکې نسکوریدو سره سره به په سوریه کې هوایي بریدونه ادامه ولري.