په ترکیې کې یو ځانمرګي برید کې پنځه تنه ووژل شول

د ترکیې په پلازمېنې استانبول کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.

برید په د پېر او پلور په یو مارکیټ کې ته څېرمه شوی چې لسګونه کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې ځانمرګی له ګڼې ګوڼې ډکې د استقلال په څلور لارې کې ځان چاولی دی.

د استانبول والي واسیپ سهین وویل" دا یو ځانمرګی او تروریستي برید و."

هغه وايی چې د برید هدف یوه حکومتي ودانۍ وه.

د ترکیې د عامې روغتیا وزیر محمد میزن اوغلو وویل چې په برید کې ۳۶ تنه ژوبل شوي هم دي، چې اووه یې ښه نه دي.

وزیر وویل چې په زخمیانو کې ۱۲ بهرنیان هم شامل دي، خو د هغوی هېواد یې ونه ښود.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید دعوه نه ده کړې.

تر دغه ځانمرګي برید څو ورځې مخکې یوې بلې چاودنې ۳۵ تنه ووژل، کردي یاغیانو د هغې چاودنې مسولیت اخیستی و.

دا په ترکیې کې د جولاۍ له میاشتې راهیسې شپږمه چاودنه ده.