تونس کې ۹ سخت دریځه د یو پوځي د قتل په جرم په اعدام محکوم شول

د تونس یوې محکمې نهه سخت دریځه د یو پوځي د سر پرې کولو په جرم په اعدام محکوم کړل. د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې قتل د کولو ادعا کړې وه.

دغه نهه تنه پدې تورن وو چې په ۲۰۱۶ کې د الجزایر پولې ته نژدې د تونس د پوځ د خورد ضابط سعید ګوزلانی،‌ په کور کې د هغه سر پرې کړی و.

د تونس دغې محکمې همداشان د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومي ۲۵) ۱۵ تنه نور په یوې قضیې کې د لاس لرلو په تور د ۳۲ څخه تر ۴۴ کالو بند په سزا محکوم کړي دي.

تونس د ۱۹۹۱ کال راهیسې د اعدام حکوم ندی پلی کړی، خو ددې هیواد د ترهګرۍ سره د مبارزې ۲۰۱۵ کال د قانون له مخې د ملي امنیت اړوند قضیو کې د اعدام حکوم صادروي.

تونس د ۲۰۱۱ کال د انقلاب وروسته چې په ددې هیواد پخوانی ولسمشر زین العابدین بن علي، ګوښه کړای شو، د اسلامپالو د افراطي فعالیتونو سره مخ دی.

ددغو سخت دریځو د بریدونو په ترڅ کې د تونس په لسګونو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.