ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي غونډې کې په ډزو کې ټپي شوی

د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پداسې حال کې په سر ټپي شو چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو وینا کوله

د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه جولای ۱۳ مه په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته پداسې حال کې په سر ټپي شو چې د پنسلوانیا په ایالت کې یې خپلو پلویانو وینا کوله.

د ټرمپ انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه "ښه" دی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په لومړنیو انځورونو کې ښکاریږي چې د ټرمپ له غاړې وینه بهیږي. ښاغلی ټرمپ چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید دی، په غونډې کې یې د هغو پولو یوه نقشه ښودله چې د هغه په وینا غیر قانوني کډوال پرې متحده ایالاتو ته راتیریږي چې د غونډې له منځه ډزې وشوې.

ډونالډ ټرمپ تر ټپي کیدو وروسته خپلو پلویوانو د ډاډ ورکولو په حال کې

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې د پولیسو او قانون د تطبیق ادارو څخه مننه کړې چې په چټکۍ یې عمل کړی.

په اعلامیې کې دا برید "ناوړه کړنه" بلل شوی. په اعلامیې کې راغلي چې ټرمپ سیمه ایز روغتون ته د معایناتو لپاره وړل شوی.

د متحده ایالاتو اوسني جمهور رئیس جو بایډن چې د نومبر په میاشت کې به د ښاغلي ټرمپ سره په انتخاباتو کې سیالي کوي په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شویدي.

جمهور رئیس جو بایډن چې په ټرمپ د برید څخه دوه ساعته وروسته یې ملت ته وینا کوله وویل چې "ټول یې باید وغندي" او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل سیال سره خبرې وکړي.

جو بایډن وویل، "مونږ داسې پیښو ته اجازه نشو ورکولی. دا نظر چې په امریکا کې تشدد شته، هیڅ ندی اوریدل شوی".

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې وویل چې د نورو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به پریکړه وکړي چې آیا دا برید د ټرمپ د وژلو ناکامه هڅه وه که نه.

په عین حال کې د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس په یوې اعلامیې کې ویلي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شوي او دا برید یې "بې معنی ډزې" بللې دي.

غبرګونونه:

د ټرمپ مشر زوی ډونالډ ټرمپ جونیئر په ټولنیزو رسنیو کې د خپل پلار عکس اخپور کړی چې مخ یې په وینو لړلی دی. هغه په دغه پیغام کې لیکلي دي چې "هغه [ډونالډ ټرمپ] به هیڅکله د امریکا د ژغورلو لپاره له جګړې لاس وانخلي."

د شمالي ډکوټا والي ډګ بورګوم د فلوریډا سناتور مارکو روبیو، او د اوهایو سین. جي ډي وانس، هغه دزې تنه چې د مرستیال ولسمشر په توګه د ټرمپ په لنډ لیست کې شامل دي ټولو په چټکۍ سره بیانونه خپاره کړل چې د پیښې په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي.

په ټرمپ تر برید وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمیر غړیو دا برید وغانده.

د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت سناتور جې ډي وانس چې ښایي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټرمپ مرستیال وي، د ټولو څخه د دعا غوښتنه کړې.

بل سناتور مارکو روبیو بیا د اکس په شبکې کې لیکلي، "خدای جمهور رئیس ټرمپ وساته".

په نړیوالو غبرګونونو کې بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو ویلي چې په ټرمپ باندې د برید له کبله یې ټکان خوړلی. نیتنیاهو لیکلي چې "زه او میرمن مې سارا د ټرمپ د خوندیتوب او عاجلې شفا لپاره دعا کوو.