ټرمپ افغانستان ته تللی

دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړی سفر دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره شپه د «نومبر پر۲۸مه» په لومړي ځل افغانستان ته تللی دی.

د هغه د دغه ناببره سفر په اړه له مخکې نه رسنیو ته خبر نه و ورکړل شوی.

امریکایي چارواکي وایي چې هغه د امریکا د (شکرانې) د مذهبي او دودیزې ورځې په مناسبت له امریکايي سرتېرو سره د لیدو لپاره افغانستان ته تللی دی.

ښاغلي ټرمپ د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سره لیدلي او همدا شان یي د بګرام په هوایي اډه کې په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو ته وینا کړې ده.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي ټرمپ د ښاغلي غني سره په کتنه کې له طالبانو سره سولې ته هیله څرګنده کړې او ویلي یي دي چې د طالبانو ډله د سولې او د اوربند د ټینګیدو طرفدار دي.​

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې چې متحده ایالتونه به په افغانستان کې د پام وړ شمېر ځواکونه کم کړي، خو ویې نه ویل چې څومره ځواکونه او کله به یې کموي.

ولسمشر ټرمپ په بګرام کې امریکایي ځواکونو ته وینا وکړه

ښاغلی ټرمپ د امریکا د هوايي ځواکونو په الوتکه کې تللی دی او مستقیمآ بګرام کې ښکته شوی دی. د کابل ښار ته نژدې بګرام د امریکایي ځواکونو لویه پوځي اډه ده.

د دغه سفر په اړه د ولسمشر غني ویاند، صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي دي ولسمشر ټرمپ له ښاغلي غني سره د بګرام په پوځي اډه کې لیدلي دي.

له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې د هغه د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین، د استخباراتي او نورو چارو ځيني مشاوران هم مله دي.

دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړی سفر بلل کیږي. امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او د ترهګرۍ خلاف جګړې په اړه ورته سلا مشورې ورکوي.

د ولسمشر ټرمپ تر سفر مخکې د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز مارک میلي کابل ته رسېدلی وو. هغه هيله ښودلې چې طالبان جګړه بنده کړي او سوله ومني.