ډونالډ ترمپ جیمز ونس خپل مرستیال وټاکه

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ دوشنبه جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت سناتور جیمز ډیوډ ونس د خپل مرستیال په توګه وټاکه.

ونس په ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ سخت منتقد و خو وروسته د هغه په متحد بدل شو.

ښاغلي ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې د خپل مرستیال ټاکل کیدو په هکله لیکلي، "تر اوږد غور او فکر کولو او د ډیرو نورو په وړتیا تر غور کولو ما پریکړه وکړه چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیالۍ لپاره تر ټولو غوره شخص د ستر اوهایو ایالت سناتور جیمز ډیوډ ونس دی."

ونس ۳۹ کلن دی او په ۲۰۲۲ کال کې د سنا مجلس ته وټاکل شو. دی د ښاغلي ټرمپ د " امریکا بیا ستره کړئ" شعار یو تر ټولو ستر ملاتړی دی او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، بهرنۍ پالیسۍ او کډوالۍ په برخې کې د دې شعار ډیر پلوی دی.‌

ونس په ملي کچه د سیاست په ډګر کې ډیره تجربه نه لري او دوه ورځې وروسته په داسې حال کې د ټرمپ مرستیال ټاکل کیږي چې یو وسله وال د پنسلوانیا په ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند پدې کاندید ډزې وکړلې او هغه یې په ښي غوږ کې ټپي کړ.

تر برید وروسته په جیمز ډیوډ ونس انتقادونه وروسته تر هغه ډیر شول چې هغه د ایکس په شبکې په یوې لیکنې کې داسې څرګندونې وکړې چې ګواکې په ټرمپ باندې د برید ملامتي په برحال جمهور رئیس جو بایډن اچول کیده.

هغه لیکلي و: "د بایډن د کمپاین اصلي بیانیه دا ده چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مستبد فاشست دی چې باید په هر قیمت چې وي مخه یې ونیول شي. همدا بیانیې په مستقیمه توګه په جمهور رئیس ټرمپ د برید سبب شوې."

ټاکل شوې چې ښاغلی ونس به د چارشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانیسیون کې خبرې وکړي.

ټرمپ څو ورځې مخکې د پنسلوانیا په ایالت کې په یوې انتخاباتي غونډې کې خپلو پلویانو ته وینا کوله چې برید پرې وشو، په ښي غوږ په مرمۍ ولګید او ژوبل شو. په برید کې د غونډې یو ګډون وال وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی هم دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې له ټولو کسانو مننه کړې چې غمشریکې یې ورسره کړې او دعاګانې یې ورته کړیدي.

هغه لیکلي: "یوازې خدای و چې د داسې څه پیښیدو مخنیوی یې وکړ چې تصور یې نه شي کیدی. مونږ نه ډاریږو بلکې پخپلې عقیدې او د پسات په مقابل کې په ټینګه دریږو."

د امریکا په مخکني جمهور رئیس دا برید داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې هغه په همدې روانې اوونۍ کې په رسمي توګه د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید وټاکل شي او د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره به یو ځل بیا د سپینې ماڼۍ د ګټلو لپاره سیالي وکړي.