ټرمپ باید د پاکستان سره کوم ډول چلند وکړي

امریکا د تیرو پنځلسو کلونو راهیسې پاکستان ته په میلیاردو ډالره مرستې د دې لپاره ورکړيدي چې د ترهگرۍ په خلاف په جگړې کې ورسره مرسته وکړي.

خو امریکایي پوځي چارواکو او دپلوماتانو په دې هکله اندیښنې ښودلې چې پاکستان نه غواړي او یا نشي کولی چې په خپل ملک کې د ترهگرو په خلاف جدي اقدامات وکړي.

په داسي حال کې چې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ حکومت په دې غور کوي چې په هغه سیمه کې کوم ډول پالیسي انتخاب کړي، په امریکا کې د سیاسي چارو کارپوهان په دې هکله بیل بیل نظرونه لري.

د امریکا د جان هاپکنز په پوهنتون کې د نړیوالو چارو په تحقیقاتي مرکز کې څیړونکې شمیله چوهدري وایي "خلک ډیر هوښیار دي، هغوي پوهیږي چې په دغه سیمه کې څه ته ضرورت دی، کوم ډول مشکلات مخې ته پراته دي، د امریکا پالیسي په کوم ځاي کې گټه کوي او په کوم ځای کې گټه نه کوي."

هغې د منځني ختیځ په څیړنیز مرکز کې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د پالیسو په هکله په یوې غونډې کې وویل "مونږ په دې پوهیږو چې څه مسایل لرو. خو دغو مسئایلو ته ځواب نلرو."

لیزا کرټس چې د هیریټیج فاونډیشن په نامه په څیړنیز مرکز کې څیړونکې ده وایي چې د پاکستان په هکله د تیرو لسو کلونو راهیسې د امریکا پالیسي ناکامه ده.

"مونږ د پاکستان په هکله د تیرو لسو کلونو پالیسي ناکامه پالیسي گڼو، زه دا وایم چې مونږ ته په څرگند ډول دا معلومه شي چې پاکستان د امریکا ملي امنیت ته څومره ژمن دی"

هغې زیاته کړه چې "نن ١٥ کلونه وروسته هم په پاکستان کې د طالبانو او حقاني ډلې پناه ځایونه موجود دي."

پاکستان او افغانستان ته د امریکا پخوانی استازی ډینیل فیلډمین د لیزا کرټیس د نظر سره اختلاف لري. هغه وایي

" دا سمه نده چې د پاکستان په هکله د امریکا پالیسي، په مکمله توگه ناکامه ده. مونږ د پاکستان نه ځیني گټې هم تر لاسه کړیدي. د اوباما د حکومت په وخت کې مونږ د یو بل سره بیخي زیاته همکاري کړیده."

لیکن د امریکا کارپوهان د پاکستان نه دا تمه لري چې د ترهگرۍ د ختمولو لپاره دی لا زیات اقدامات وکړي.