ټرمپ د خپل حکومت په مهمو څوکیو څوک ګمارلي دي؟

له ښۍ نه چپ: ویویک راماسوامي، ایلن مسک، جان رټکلیف او کریسټي نوم

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل راتلونکي حکومت چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ کار پیل کوي، د مهمو پوستونو لپاره یو شمېر جمهوري غوښتونکي سیاسي څېرې غوره کړي دي.

هغه په ټاکنو کې تر بریا وروسته په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځای کې له خپلو نژدې کسانو او خپل انتقالي ټیم سره د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د تګلارو د بیا کتنې او جوړولو په اړه سلا مشورې کوي.

په دې راپور کې د هغو کسانو یادونه کوو چې د ټرمپ لخوا د هغه په اداره کې د مختلفو پوستونو لپاره غوره شوي، یا رسنیو د سرچینو په حواله د ټرمپ په کابینه کې د هغوی د شتون رپوټ ورکړی دی.

د جنوبي دکوټا والۍ کریستي نوم د داخلي امنیت وزیره

کریسټي نوم، د داخلي امنیت وزیره

د رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوبي دکوټا والي کریسټي نوم د کورني امنیت ریاست لپاره د ټرمپ انتخاب دی.

۵۲ کلنه کریسټي نوم، د ټرمپ کلکه ملاتړې ده، چې حتی د هغه د جمهوري ریاست د احتمالي مرستیالانو په ډله کې وه.

میرمن نوم د سویلي ډکوټا په واټرټاون کې زیږیدلی او اوس د متحده ایالاتو په حکومت کې د یو خورا حساس پوست مسؤلیت په غاړه اخلي، چې د سایبري ګواښونو یا تروریستي اقداماتو سره د مقابلې سربیره به د غیرقانوني مهاجرینو پر وړاندې د ټرمپ د پروګرامونو په پلي کولو کې هم رول ولوبوي.

کریسټي نوم، د امریکا د کانګرس د استازو په مجلس او ددې مجلس د وسله والو ځواکونو په کمیټې کې د غړیتوب او د سیاسي چارو په برخه کې د زده کړې له امله د نړیوالو پیښو په تیره بیا د منځني ختیځ او شمالي افریقا په اړه ډیره پوهه لري.

کریسټي نوم، په سیمه کې د ایران د بې ثباته کوونکو سیاستونو او په ځانګړې توګه د اسرائیل پر ضد اعمالو په وجه د تهران پر وړاندې د جدي عمل ملاتړې ده. هغې وار په وار د حماس په څیر له ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ او د بشري حقونو د سرغړونې له امله د ایران پر حکومت انتقاد کړی او ددې هیواد د رژیم پر وړاندې یې د جدي چلند غوښتنه کړې ده.

جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو

مارکو روبیو، د بهرنیو چارو وزیر

د رسنیو د راپورونو له مخې، د فلوریډا جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو ښایي د بهرنیو چارو وزارت مقام لپاره د ټرمپ انتخاب وي.

۵۳ کلن مارکو روبیو د ایران، کیوبا او چین په اړه د جدي دریځونو په خپلولو مشهور دی. هغه د کیوبا د یوې کډوالې کورنۍ اولاد دی او د فلوریډا ایالت په میامي کې زیږیدلی.

روبیو، یو وکیل، سیاستوال او د فلوریډا ایالت جګپوړی سناتور دی، چې د ۲۰۱۱ راهیسې د امریکا په سنا کې دی.

هغه د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ سیال و، خو دواړو سیاستوالو په وروستیو کلونو کې نږدې اړیکې لرلې دي.

مایکل والتز، د امریکا د کانګرس د استازړ خونې جمهړري غوښتونکی غړی د ملي امینت سلار څوکۍ ته نوماند

مایکل والټرز، د ملي امنیت سلاکار

مایکل والتز، د امریکا د کانګرس د استازړ خونې جمهړري غوښتونکی غړی
د ملي امینت سلار څوکۍ ته نوماند

د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت جمهوري غوښتونکی وکیل مایکل والټز او د امریکا د پوځ یو پخوانی سرتېری چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې، ښایي د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وي.

مایکل والټز د چین، ایران او طالبانو پر وړاندې د سخت دریځ له کبله مشهور دی.

هغه د فلوریډا په بوینټن بیچ کې زیږیدلی او د ویرجینیا په نظامي انسټیټیوټ کې یې د نړیوالو اړیکو زده کړې.

والټز یو ښه پوځي ریکارډ لري او څو ځلې افغانستان او د منځني ختیځ او افریقا مختلفو سیمو ته د پوځ د شنې خولۍ سرتیري او د ځانګړو ځواکونو د غړي په توګه استول شوی دی.

والټز له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړی دی او په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت یې پرله پسې نیوکې کړې دي.

لي زیلډین، د امریکا د کانګرس د استازو خونې پخوانی جمهوري غوښتونکی غړی

لي زیلډین، د چاپیریال ساتنې ادارې مشر

لي زیلډین، د امریکا د کانګرس د استازو خونې پخوانی جمهوري غوښتونکی غړی
د چاپریال ساتنې د ادارې د مشر په توګه نومول شوی دی.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د نیویارک ایالت پخوانی قانون جوړونکی لي زیلډین ته یې بلنه ورکړې چې د چاپیریال ساتنې ادارې مشري وکړي.

لی زیلډین ۴۴ کلن وکیل او سیاستوال دی چې د نیویارک ایالت په ایسټ میډو کې زیږیدلی.

ټرمپ د زیلډین "ډیر قوي قانوني ریکارډ" ته په اشارې سره، هغه د "امریکا لومړی" پالیسۍ په وده ورکولو کې "ریښتینی مبارز" وباله.

سټیفن میلر

ستیفن میلر، د سپینې ماڼۍ د دفتر د رئیس مرستیال

د رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده چې سټیفن میلر به په راتلونکو ورځو کې د پالیسۍ په برخه کې د د سپینې ماڼۍ د دفتر د مرستیال په توګه معرفي شي.

۳۹ کلن میلر د کالیفورنیا په سانتا مونیکا کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږیدلی او د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د هغه لوړپوړی سلاکار و.

میلر د سناتور جیف سیشنز په ګډون د یو شمیر مشهورو امریکایی سیاستوالو سره د کار کولو تاریخ لري، او ښي اړخه او د کډوالۍ ضد شخصیت ګڼل کیږي.

هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې "امریکا ته د سفر بندیز" او له کورنیو څخه د غیرقانوني مهاجرینو د ماشومانو د جلا کولو په څیر پروګرامونو اصلي معمار و.

ټام هومن

ټام هومن، د سرحدونو د چارو مسئول

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د مهاجرت او ګمرکونو د کنترول ادارې سرپرست ټام هومن د سرحدي چارو د مسئول په توګه وټاکه.

هومن په داسې حال کې دغه مقام ته ټاکل شوی چې د امریکا د راتلونکې ادارې له مهمو پلانونو څخه یو له دغه هیواد څخه د غیر قانوني مهاجرینو ډله ییز ایستل دي.

۶۲ کلن ټام هومن، چې د نیویارک په ویسټ کارتیج کې زیږیدلی، د اوباما او ټرمپ په حکومتونو کې د پولیسو پخوانی افسر او د کډوالۍ چارو چارواکی و، هغه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پلوی او د امریکا په بېلابېلو برخو کې د کډوالو د اوسېدو لپاره د "پناه ځایونو" جوړولو مخالف دی.

هومن امریکا ته د غیرقانوني ننوتلو او د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د پولو کنټرول او د غیر قانوني مهاجرینو په وړاندې د سختو پالیسیو پلي کول ضروري ګڼي.

الیس سټیفنیک

الیس سټیفنیک، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د کانګرس د استازو په مجلس کې د نیویارک جمهوري غوښتونکې وکیله ایلیس سټیفانیک په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د سفیرې په توګه ونوموله.

ټرمپ په یو بیان کې، سټیفنیک د "لومړی امریکا" په تګ لاره کې د پرمختګ لپاره "ډیره پیاوړې، سخت کاره او هوښیاره مبارزه" وباله.

هغه د نیویارک په الباني ښار کې زېږېدلی، ۴۰ کاله عمر لري او په ولسي جرګه کې د ټرمپ له جدي ملاتړو څخه شمېرل کېږي.

سټیفنیک د هارورډ پوهنتون څخه د حکومتدارۍ په برخه کې د لیسانس سند لري هغه یوه اسراییل پلوه شخصیت ده چې د هارورډ، پنسلوانیا او ام آی ټي پوهنتونونو پر رئیساننو یې د پوهنتونونو په ساحو کې د اسرائیل ضد اعتراضونو په وړاندې د تعامل په وجه سختې نیوکې کړي دي او پام یې ځانته اړولی دی.

هغې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په کابینه کې د ګډون لپاره یې د ټرمپ بلنه منلې ده.

سوزي ویلز

سوزي ویلز، د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیسه

د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته، ټرمپ د خپل کمپاین یوه مدیره سوزي ویلز د سپینې ماڼۍ د دفتر د رئیسې په توګه وټاکله. هغه لومړنۍ ښځه ده چې په دې مقام کې د خدمت لپاره ټاکل کیږي.

۶۷ کلنه ویلز چې سیاسي مشاوره او د نیو جرسي په ایالت کې زیږیدلی ده د خپل کار په اوږدو کې د مختلفو سیاسي شخصیتونو سره د کار کولو تاریخ لري. هغه په ۸۰ لسیزه کې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په ټاکنیز کمپاین کې هم فعاله وه.

ویلز د مریلنډ له پوهنتون څخه په انګلیسي ژبه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی او د زده کړو له پای ته رسولو وروسته یې په جدي توګه د سیاست ډګر ته داخله شوه.

هغه د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په فلوریډا ایالت کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین اداره کړ او په وروستیو کلونو کې یې له ټرمپ سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

جان رټکلیف

جان رټکلیف، د سي ای اې رئیس

ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د استخباراتو ملي ادارې پخوانی مشر جان رټکلیف یې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سی ای اې) د رئیس په توګه غوره کړی دی.

رټکلیف د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په وروستیو اتو میاشتو کې د استخباراتو د ملي ادارې مشر وو او له هغه وړاندې یې د امریکا د ستازو په جرګه کې د ټکزاس د وکیل په توګه دنده ترسره کړې ده.

پیټ هګست

پیټ هګست، د دفاع وزیر

ټرمپ په یوه جلا اعلامیه کې اعلان وکړ چې د فاکس تلویزیون د سیاسي پروګرامونو چلوونکی او پخواني پوځي افسر پیټ هګسټ به یې په راتونکي کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه دنده ولري.

هګسټ په ۲۰۰۳ کې د امریکا د پرینسټن پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته په پوځ کې د خدمت پر مهال په عراق او افغانستان کې ماموریتونه ترسره کړي دي.

د دفاع د وزیر په توګه د هګسټ نومول کېدل د ډیرو له اټکلونو خلاف ده چې ددغه مقام لپاره یې د ځینو پیژندل شویو څېرو د معرفي کېدو اټکل کاوه. هغه د ټرمپ د تګلارو کلک ملاتړی او بهر څخه د امریکايي سرتیرو کور ته د ستنولو پلوي کوله.

ایلان مسک او ویویک راماسوامي

ایلن مسک او ویویک راماسوامي، د حکومت د موثریت اداره

ټرمپ همدارنګه د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک او د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو پخوانی کاندید ویویک راماسوامي په ګډه په راتلونکي حکومت کې د "حکومت د موثریت ادارې" په نوم د نوې تشکیل د مشرتابه لپاره نومولي دي.

دغه ادارې ته په وزارتونو او نورو حکومتي ادارو کې د اغیزمنتیا د زیاتولو او لګښتونو د کمولو مسئولیت ورسپارل شوی دی.

ددغه نوې ادارې د نوم لنډیز "ډوج" دی چې د ځینو په باور اشاره یې ښايي د "ډوج‌کوین" په نوم کریپټو اسعارو ته وي چې ایلن مسک یې ملکیت لري.