ټرمپ سوريې او روسيې ته: پر ادلب بمباري بنده کړئ

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي چې په ادلب کې بي ګناه خلک وژل کیږي او نړۍ یې ننداره کوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له سوریې، روسیې او ایران څخه په کلکه غوښتي دي چې د سوریې په ادلب ایالت باندې بمباري بنده کړي.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ (جون۲) ناوخته په خپل ټویټر کې ولیکل چې بمبارۍ هلته "ډېر بي ګناه خلک وژني او نړۍ د دغې قصابۍ ننداره کوي. هدف څه دی؟ تاسو له دغه کار څخه څه ترلاسه کول غواړی؟ بند یې کړئ."

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې تېره اونۍ په ادلب کې په تاوتریخوالي کې شاوخوا ۹۵۰خلک وژل شوي دي. دغه ډله وايي چې د یکشنبې په ورځ یو ځانمرګي برید د اعزاز په سیمه کې، چې ترکیه پلوي یاغیان یې کنترولوي، هم لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل.

څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین هم په ادلب کې په روان حالت اندېښنه ښودلې وه خو خبرداری یې ورکړی و چې په هلته د ترهګرو موجودیت د سوریې د اته کلنې جګړې د ختمولو مخه نیسي.

ادلب د سوریې په شمال لویدیځ کې دی چې له ترکیې سره سرحد لري. یاغیان لا هم پر دغه ایالت کنترول لري او د بشارالاسد د رژیم د پرځولو هلې ځلې کوي. امریکا د دغو یاغیانو ننګه کوله، په دوی کې یې ډېر کردي جنګیالي دي.

روسیې، سوریې او د امریکايي چارواکو په وینا ایران پر دغه ایالت بمبارۍ زیاتې کړي دي. ترکیه اندېښنه لري چې په ادلب کې د امنیت په خرابېدو سره به هغه هېواد ته د کډوالو لویه څپه ورماته شي.