سخت باران په سعودي عربستان کې سرکونه او کورونه له اوبو لاندې کړي

د سخت باران له کبله د سعودي عربستان مرکزي القصیم ولایت ډیر ځپل شوی دی.

سعودي‌ عربستان کې د سختو بارانونونو له کبله سرکونه او کورونه له اوبو لاندې شوي او په ډیرو سیمو کې ښوونځي تړل شوي دي.

مرکزي القصیم ولایت ډیر ځپل شوی دی، چیرې چې ځايي اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۲) وویل د تیرې ورځې د ماسپښین راهیسې د تیرې شپې پورې د اوو ساعتونو دپاره سخت باران، تندر او بریښنا دوام درلود.

د هوا پیژندنې ملي ادارې د قصیم سربیره د سعودي په ختیځو برخو، پایتخت ریاض، او مدینه کې د سخت باد، باران او ږلۍ خبرداری ورکړی و.

د ریاض تر څنګ په مدینه کې هم ښوونځي رخصت دی او ځینې ودانۍ یې اوبو لاندې کړي دي.

د ځمکې لاندې د ویالو نشتوالي له کبله په سعودي عربستان کې ډیر وختونه د باران اوبه په سیلاب بدلیږي، په ځانګړي ډول د سرې بحیرې ترڅنګ په جده ښار کې چیرې چې د سیلابونو له کبله په ۲۰۰۹ کې ۱۲۳ کسان مړه شوي وو.

په سعودي عربستان کې ددې بارانونو له کبله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه تراوسه راپور ندی ورکړل شوی. له دې څو ورځې وړاندې د بې ساري بارانونو له کبله په متحده عربي اماراتو کې څلور تنه او په عمان کې ۲۱ تنه مړه شوي وو.

د ساینس پوهانو یوې ډلې تېره اوونۍ ددې بارانونو لامل د انسان په لاس د تیلو د زیات سونګ په نتیجه کې د نړیوالې تودوخې لوړوالی وباله.