د طالبانو پر رهبرۍ د حقاني نیوکه: 'تاسو د خدای په وړاندې مسؤل یاست'

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌ الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌ الدین حقاني د یکشنبې په ورځ، دسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸مه) په غیرمستقیم ډول د خپل حکومت پر ځینو کړنو نیوکه وکړه.

هغه د کابل ولایت د ارغندې په سیمه کې د یوې دیني مدرسې د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل چې، حکومت باید داسې کارونه ونه کړي چې د خلکو د نارضایتۍ سبب شي.

حقاني‌ زیاته کړه: "داسې فکر به نه کوئ چې، نن څخه وروسته زه واکمن یم، که مې خبره څوک مني و دې مني، که نه هیڅ اسمان نه پرې ړنګېږي. نه، ته خدای ته مسئول یې. الله (ج) له تانه پوښتنه کوي."

نوموړي همدارنګه وویل، چې د دين نمايندګي بايد داسې نه وي چې يوازې ځان ته يې منحصر کړو او ووايو چې نور هېڅوک په دې کې حق نه لري.

ددې وړاندې هم د سراج‌ الدین حقاني په ګډون ځینو طالب چارواکو د طالبانو د حکومت په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز د پریکړې سره مخالفت ښودلی، خو ددغو مخالفتونو سره سره د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو د حکومت په پالیسو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

سراج الدين حقاني په تېر ثور میاشت کې هم په خوست کې د وينا پر مهال ويلي وو چې د قدرت انحصار د طالبانو د حکومت په ګټه نه دی. هغه مهال يې هم د کوم مشخص شخص نوم نه و اخیستی، خو څرګندونې يې د طالبانو رهبر ته متوجه وې.

همدارنګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال، شير محمد عباس ستانکزي، تل د طالبانو د سخت دريځو پاليسيو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه نیوکې کړې دي.

ستانکزي ويلي و، چې د طالبانو مشران "نه پېغمبران دي او نه صحابه." هغه زياته کړې وه، که د طالبانو اوامر د شريعت مطابق نه وي، د هغوی اطاعت واجب نه دی.

د طالبانو په رهبرۍ کې د دغو نیوکو او داخلي اختلافاتو د راپورونو له زیاتېدو سره، ملا هبت الله اخندزاده په څو وروستيو مناسبتونو کې د طالبانو مشران يووالي ته رابللي او د اختلافاتو د بدو پايلو خبرداری یې ورکړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴مه یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي دي.

د طالبانو د دې سخت دريځ او تګلارو له امله تراوسه هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

نړیواله ټولنه د بشري حقونو درناوی، د ټولشموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره د اړیکو پرې کول د طالبانو سره د هر ډول سياسي تعامل شرطونه بللي دي.