د افغانستان د کورني شل اوریز کرکټ لیګ شپږیزې سیالۍ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) پیل شوې چې بند امیر ښامارانو په لومړۍ لوبې کې د تیر ځل اتلې لوبډلې سپین غر پړانګانو ته ماتې ورکړه.
د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په لومړي خل د افغانستان د کرکټ اکثریت ستوري چې په نړیواله کچه شهرت لري، په دغه لیګ کې برخه اخلي.
په کابل کې په لومړنۍ لوبه کې، د بند امیر ټیم د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه. خو د سپین غر ټیم یې په ځواب کې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
د لیګ په دوهمه لوبه کې نن د مس عینک اتلانو د امو نهنګانو ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د بوست ساتونکي ددې لیګ بله ګډون کوونکې لوبډله ده چې سبا سه شنبې د سپین غر لوبډلې سره لوبه لري.
د کابل د کرکټ په لوبغالي کې ددغې لوبې لیدلو ته ګڼ شمېر مینه وال ورغلي وو. راشد خان چې د سپین غر د ټیم کپتان دی، لا تراوسه په لیګ کې نشته.
هغه او د افغانستان یو شمېر نور مشهور لوبغاړي په کاناډا او انګلنډ کې په لیګونو کې د بوختیا له کبله شپږیزې ته په وخت نه دي حاضر شوي. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو تمه ښودلې چې دوی به "ډیر ژر په ټورنمنټ کې ګډون وکړي."
د طالبانو چارواکو د روان کال د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره اضافي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د دغه لیګ په تېر فصل کې چې په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شو، د یوې لوبې پر مهال د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه ننداره کوونکي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
د افغانستان کرکټ بورډ رئیس میرویس اشرف د لیګ د پرانیستنې په مراسمو کې دا لوبې "ډیرې مهمې" وبللې.
هغه وويل: "دا د ځوانانو لپاره يو ستر فرصت دى چې له خپلو ملي اتلانو او ستورو سره لوبې وکړي، له هغوى څخه به ډېر څه زده او تجربه ترلاسه کړي. ځکه چې زموږ ستوري لوبغاړي به په دغو سياليو کې د لوبېدو لپاره راشي."
دا لیګ پخوا په تجارتي بڼه ترسره کېده، خو سږکال د پنځو زونونو د ټیمونو ترمنځ د کرکټ بورډ لخوا کېږی او په پام کې ده چې د اګست تر ۲۵ پورې دوام ولري.