د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د پریکړې یو کال پوره شو. د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر ۲۰۲۲ کال په همدې ورځ په افغانستان کې د مرستې رسونې په بهرنیو او داخلي غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی و.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د یکشنبې په ورځ دسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو راپور کې ویلي چې پر ښځو باندې لګیدلو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو په مشارکت باندې هم منفي اغیز کړې دی.
اوچا ویلي چې د بیروکراتیکو خنډونو او د بشرپاله مرستو په پروګرامونو باندې د موثریت لپاره، د هغې جملې څخه د افغان میرمنو په کار محدودیت د ثبت او تطبیق په برخو کې د پروژو د ځنډ سبب شوی دی چې اړتیا ده د طالبانو له چارواکو سره په خبرو کې ورته د حل لار ولټول شي.
د مساوي حقونو د باور موسسې رئیس محمد بشیر باشر امریکا غږ ته وویل چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ښځو سره د بشري مرستو د رسولو بهیر زیانمن کړی او اکثره غیر دولتي موسسې ښځو او ماشومانو ته لکه پخوا یې چې مرستې رسولي اوس مرستې نشي چمتو کولی.
ښاغلي باشر وویل: "د تیرکال راهیسې چې کله د طالبانو حکومت په غیر دولتي موسساتو کې د ښځینه کارکوونکو په کار بندیزونه ولګول له هغې راهیسې د مرستې رسونې په چارو کې ډیرخنډونه رامنځ ته شوي دي او ډیرې منفې اغیزې یې د مرستې رسونې په چارو کړي دي. یعنی مونږ نشو کولی هغه بشري مرستې چې هغه ښځو، نجونو اوماشومانو پورې اړه لري په سمه توګه ورسوو ".
ښاغلی باشر وايي چې لکه څنګه چې ښځې ښځو او نجونو ته بشري مرستې ویشلی او رسولی شي، نارینه یې هغسې نشي کولی.
د مرستې رسونې د یوې غیر دولتي موسسې یوې پخوانې کارکوونکې امریکا غږ ته وویل چې پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو وروسته ډیرې کورنۍ له افغانستان څخه وتلي او که دا محدودیتونه همداسې دوام وکړي نورې کورنۍ به هم هیواد پریښودلو ته اړ شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون ځینې محدودیونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په نورو ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار بندیزونه لګولي دي. طالبانو د لومړنۍ دورې پرته د متوسطې او ثانوي زده کړو په ګډون پر ښخو باندې په پوهتونونو کې په زده کړو محدودیتونه هم لګولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې پر زده کړو محدودیتونه دایمي نه دي، خو د ښځو د کار په برخه کې د لګیدلو محدودیتونو د لیرې کولو په اړه یې تراوسه هیڅ څه نه دي ویلي چې ورته به په راتلوونکي کې اجازه ورکړي او که نه.
ملګروملتونو د طالبانو د حکومت دا محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض ګڼلی او د طالبانو له حکومت یې ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض لرونکو ټولو پالیسو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. په عین وخت کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د تیرو څلورو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږه، د اقلیم بدلون اغیزې، په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون پر برخه کې محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د ستنیدونکو کډوالو بحران ته په کتنې اټکل کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم د افغانانو اړتیاوې په لوړه کچه پاتې شي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" په راروان ۲۰۲۴ کال کې افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ترتیب شوي پلان د خپرولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د جګړو د کمیدو سره سره دا هیواد لا هم په لومړۍ درجه د اضطراري حفاطتي وضعیت سره مخ دی.
اوچا چې ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، د ګرځیدو د ازادۍ په برخه کې محدودیتونه، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، ماشومانو له خوا د سختو کارونو ترسره کول، په کوچنیتوب کې ودونه او روحي درملنې لپاره د ملاتړ برابرول په راروان کال کې په افغانستان کې د تیرو کلنو د ستونزو دوام په توګه یادې کړي دي.
د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې سیاسي بدلون، چې ورسره سم نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ملاتړ څخه لاس واخیست په ښارونو او کلیوالو سیمو کې کاري فرصتونو ته د خلکو لاس رسی کم کړی دی.
اوچا ویلي، اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي (د نیمايي نفوس له شمیر څخه زیات کسان) به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده عمرخوړلي کسان شامل دي. اوچا ددغسې افغانانو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې دریو میلیاردو ډالرو د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
اوچا افغانانو سره په راروان کال کې د مرستو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې نړیوالې په روان ۲۰۲۳ کال کې د ملګروملتو د بشري مرستو د برابرولو لپاره شوې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی چې له امله یې ملګري ملتونه دې اړ شو چې په میلیونو افغانانو سره په ځانګړي ډول د خوړو د برابرولو په برخه کې خپلې مرستې بندې کړي.