ټیم والز په رسمي ډول د کاملا هریس مرستیال نوماند شو

ټیم والز په رسمي ډول په ټاکنو کې د کاملا هریس مرستیال نوماند شو

ټیم والز د امریکا د شیکاګو په ښار کې د دیموکرات ګوند په کنوانسیون کې په رسمي ډول د کاملا هریس مرستیال نوماند شو او دا نوماندي یې ومنله.

کاملا هریس د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده ده.

ټیم والز د چهارشنبې په شپه اګست ۲۱ (زمری۳۱) په خپلو خبرو کې وویل:«تر هر څه مخکې د ټولو مننه، د ولسمشر د مرستالې هریس څخه مننه. مننه چې پر ما مو اعتماد وکړ او بلنه مو راکړه چې د دغې مبارزې برخه شم... دا زما د ژوند ویاړ دی چې د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست د مرستیال په توګه ستاسو نوماندي ومنم.»

والز په خپلو خبرو کې د خپل شخصي ژوند، ځینو لاس ته راوړنو او انتخاباتي‌ مبارزې په اړه خبرې وکړې.

ټیم والز د مینسوټا والي و او څو اوونۍ مخکې د دیموکرات ګوندنوماندې کاملا هریس هغه د خپل مرستیال نوماند په توګه وټاکه او هغه اوس دا نوماندي رسمآ ومنله.

دی د امریکا د پوځ‌ د ملي ګارد غړی هم و او د ښوونکي په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

کاملا هریس له هغه وروسته د دیموکرات ګوند احتمالي نومانده شوه، چې ولسمشر جوبایډن په ناببره توګه له انتخاباتي سیالیو څخه ځان واېست.

بایډن له ټرمپ سره په لومړۍ انتخاباتي مبارزې کې ښه ونه ځلېده،‌ چې دې کار له انتخاباتي مبارزو څخه د هغه د وتلو غوښتنې راوپارولې.

د دیموکرات ګوند کنوانسیون د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ټاکل شوې چې د پنجشنې په ماښام د کاملا هریس په خبرو تمام شي.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر انتخاباتو د نومبر په میاشت کې دي چې کاملا هریس به له خپل سیال ډونالډ ټرمپ سره په کې سیالي‌ وکړي.