دمشق ته نږدې د اسرائیلو په هوایي برید کې د سوریې درې پوځيان وژل شوي

ارشيف

د سوریې دولتي رسنۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ ( کب پنځمه) ویلي دمشق ته نږدې د اسرائیلو په هوایي برید کې د سوریې درې پوځيان وژل شوي دي.

دا څلورم ځل دی چې اسرائیلي پوځيان د روانې میاشتې په جریان کې د سوریې په خاوره کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو جنګیالیو په وړاندې چې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي، هوایي عملیات په لاره اچول کیږي.

د سوریې دولتي ټلویزیون ویلي دي:"اسرائیلي دښمن د څو مزایلو په توغولو هوایي عملیات کړي دي چې پکې درې عسکر وژل شوي دي."

سوریې همدارنګه ویلي دي چې ددغه هیواد دفاعي سیستم د څو مزایلو مخه نیولې ده هغه برید چې په سیمه ایز وخت د سهار په ۱:۱۰ دقیقو شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ چې د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې مختلفو منابعو ته لاسرسی لري راپور ورکړی د اسرائیلو د مزایلو تر شنډیدو وروسته په دمشق او شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه اسرایلو د هغه هیواد‌ په خاوره کې په سلګونه هوایي بریدونه کړي دي. په دې بریدونه کې په دولتي مرچلو سربیره د ایران له ملاتړ څخه برخمن ملاتړي ځواکونه او د حزب الله پورې اړوند شعیه اورپکي هم په نښته شوي دي.

که څه هم اسرائیل په سوریه کې هر برید په اړه ډیر جزیات نه ورکوي خو دا تائیدوي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې یې په سلګونه بریدونه کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې ویلي اسرائیلو تیر کال په سوریه کې ۳۰ بریدونه کړي دی چې له امله یې ۱۳۰ تنه وژل شوي چې پنځه ملکي افرادو او ۱۲۵ وفاداره جنګالي دي.

د سوریې د اوږدې جګړې په جریان کې اسرایلو په سوریه کې د ایران شکمن نظامي تاسیسات په نښه کړي. ایران د سوریې د حکومت یو مهم ملاتړی ګڼل کیږي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان وژل شوي دي. په سوریه کې کورنۍ جګړه هغه مهال پیل شوه چې د بشار الاسد حکومت د خلکو سوله ایز لاریون وځپه.