د افغانستان د پخواني پوځ درې پیلوټان په امریکا کې مړه شول

د طالبانو تر راتګ مخکې حکومت ۷۰۰۰ هوايي ځواکونه درلودل

د متحدو ایالتونو د اوریګن ایالت د پولک په سیمه کې چارواکي وایي د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ درې پیلوټان د یوې الوتکې په غورځېدو کې مړه شوي دي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي ‌چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام شوې ده. یو افغان پیلوټ الوتکه چلوله او دوه نور ورسره ناست وو.

پولیس وايي مړه شوي افغان پیلوټان محمد حسین موسوي، محمد بشیر صفدري او علي جان فردوسي نومېږي، چې به ۲۰۲۲ کال د اوریګن په ایالت کې مېشت شوي وو.

د «افغانستان ازادۍ جبهه» چې اکثریت غړي یې د مخکني حکومت پوځیان دي ددغو پیلوټانو په مړینې غمرازي کړې او ویلي دي‌ چې هغوی د پوځ پیلوټان وو.

پولیس وايي لومړنیو تحقیقاتو ښودلې ده چې الوتکه له غباره په ډکې فضا کې الوتلې وه او د برېښنا له مزو سره جنګېدلې، خو لا هم د الوتکې د غورځېدو دقیق علت معلوم نه دی.

د متحدو ایالتونو د هوايي چلند فدرال اداره او د متحدو ایالتونو د ترانسپورت د ملي مصونیت اداره هم په دې اړه تحقیقات کوي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس، دغو دریو افغان پیلوټانو د الوتکو چلولو او الوځولو زده کړې کولې چې په متحدو ایالتونو کې پیلوټي وکړای شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د افغانستان د هوايي ځواکونو یو شمېر غړي له الوتکو سره تاجیکستان او اوزبیکستان ته وتښتېدل. د دغو پيلوټانو اکثریت، چې یو شمېر یې ښځې هم وې، په ۲۰۲۲ کال کې متحدو ایالتونو ته انتقال شول.

سره له دې چې پیلوټان د طالبانو په حاکمیت خپل ژوند په خطر کې وینی، طالبانو له دوی وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او خپل کار روان وساتي.

د افغانستان د مخکني حکومت دفاع وزارت ویلي وو چې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو شمېر ۷۰۰۰ دی چې اکثریت یې یې په امریکا،‌بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې زده کړې دي. اوس معلومه نه ده چې طالبانو څومره الوتکې لري او څومره پیلوټان ورسره کار کوي.