غزې کې د یوې امریکایۍ خیریه مؤسسې درې قراردادیان وژل شوي

د اسرائیل پوځ وایي پدې موټر یې د خان یونس په ښارګوټي کې برید کړی.

د نړۍ مرکزي آشپزخانې په نامه امریکایۍ خیریه مؤسسې شنبه نومبر ۳۰ ( لیندۍ۱۰) ویلي چي په غزې کې یې خپل فعالیتونه پدې خاطر ځنډولي چې درې قراردادان یې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ووژل شول.

د غزې د ملکې دفاع ادارې ویاند محمود بصال د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اسرائیل هوایي بریدونه د خان یونس په ښارګوټي کې شوي چې پنځه تنه پکې وژل شوي او درې یې د نړۍ مرکزي آشپزخانې قراردادیان و.

دې خیریه مؤسسې هم تائید کړې چې وژل شويو کسانو دوي سره کار کاوه خو د هویت په هکله یې څه ندي ویل شوي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ ویلي پدې هوایي برید کې یو تن وژل شوی چې د نړۍ مرکزي آشپزخانې سره یې کاره کاوه، له هغو کسانو څخه و چې په اسرائیل یې تیر کال د اکټوبر په ۷ مې نیټې بریدونو کې لاس درلود خو د نړۍ مرکزي آشپزخانې په یوې اعلامیې کې ویلي پدې هیڅ ندي خبر چې د وژل شویو کسانو له جملې څخه کوم یوه به یې پدې بریدونو کې لاس درلود.

دا کسان په یو موټر کې سپاره و چې برید پرې وشو.

د اسرائیل پوځ منلې چې د خان یونس په ښارګوټي کې یې یو ملکي موټر ویشتی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې پدې موټر د نړۍ مرکزي آشپزخانې نښه نه وه لګول شوې او دا چې پدې هکله هم څه نه و ویل شوي چې مرستندویه مواد یې لیږدول.

دا لومړی ځل ندی چې په غزې کې د دې خیریه مؤسسې مامورین وژل کیږي.

دا مطلب هم ولولئ د نړۍ مرکزي آشپزخانه غزې ته د مرستو رسولو چارې بیا پیلوي

د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې هم د اسرائیل پوځ د دې مؤسسې د مامورینو په موټرو چې نښې پرې لګول شوې وې، برید وکړ او ۷ تنه یې ووژل. په دوي کې یو تن د اسټرالیا، درې د بریتانیې، یو د شمالي امریکا او دوه نور یې پولینډ او فلسطین اتباع و.

موسسې ویلي چې پر کارکوونکو یې هوايي برید په داسې حال کې شوی چې هغوی په یو زغره وال موټر کې چې ددې موسسې نښه (لوګو) ورباندې وه، له اسرائیلي پوځ سره په همغږۍ کې په غزه کې سفر کاوه.

د امریکا په ګډون اروپایي هیوادونو او نړیوالې ټولنې دا برید غندلی و.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ وایي په هوایي بریدونو کې یوازې د حماس وسله وال په نښه کوي خو ها خوا بیا ملګرو ملتونو تیره اوونۍ وویل چې د دې جګړې پیل راهیسې د دې ادارې ۳۳۳ مامورین پدې بریدونو کې وژل شوي.

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل حملې هغه وخت پیل شوي چې د حماس وسله والو د تیر کال اکټوبر میاشتې په سر کې د اسرائیل په جنوب کې بریدونه وکړل، نږدې ۱۲ سوه تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا په غزې کې د اسرئیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴۳۰ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.