ویسټ: افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمدیدو راپورونه د اعتبار وړ دي

عکس (ارشیف)

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ، د طالبانو د حکومت د اقداماتو په پایله کې د کوکنارو د کښت د کمیدو په اړه خپاره شوي راپورونه د اعتبار وړ او مهم ګڼلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې د بریتانیا او متحده عربي اماراتو په سفر بوخت دی د چهارشنبې د ورځې ناوخته جون اووم( جوزا ۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه ویلي، چې هر هیواد، په سیمه او بهر کې، له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.

ښاغلي ویسټ لیکلي: "هغه راپورونه چې طالبانو داسې تګلارې پلي کړي چې سږکال یې د کوکنار تاریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. هر هیواد، په سیمه او بهر کې، له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري."

د (Alcis) په نوم یوې برتانوي ادارې له خوا شوې سروې ښيي، چې سږکال د هلمند په ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی. سټلایټ په وسيله ددې ترسره شوې سروې پایلې ښيي چې په روان فصل کې په هلمند ولایت کې تر زرو هکټارو په کمه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دا راپور وايي:" په حقیقت کې د لوړ کیفیت اخیستل شوي تصویرونه ښيي، چې د هلمند په ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې پر ۱۲۰ زره هکتاره ځمکه باندې کرل شوی کښت په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۰۰۰ هکتارو ته راکم شوی دی".

همداشان د دې ادارې د راپور له مخې په روان ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو په کښت د طالبانو د حکومت له خوا لګیدلی بندیز به د تیر ۲۰۲۲ کال پرتله په افغانستان کې د کوکنارو تولید خورا کم کړي.

دا راپور وايي، چې یوازې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کر کمښت د طالبانو له خوا په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د بندیز څخه هم د کوکنار د کښت کمښت ښيي.

ددغې برتانوي ادارې د راپور له مخې د افغانستان په نورو جنوبي او جنوب لودیځو ولایتونو کې هم چې دمخه به په کې تر ۸۰ فیصدو پورې اپین تولید کیده اوس غنم کرل شوي دي.

دا راپور وايي، چې یوازې د ننګرهار په ولایت کې پر محدودو ساحو کې کوکنار کرل شوي دي. د ننګرهار په ولایت کې هم په تیرو کلنو کې په پراخه ځمکه کوکنار کرل کیدل.

ددغې ادارې د راپور له مخې په داسې حال کې، چې لا هم د کوکنارو کرلیکه دوام لري او کیدای شي لکه د بدخشان په څیر ولایتونو کې د کوکنارو کښت زیات شي، خو د دغه راپور له مخې دا روښانه ده، چې افغانستان کې د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلنو وروسته اوس مهال د کوکنارو کښت ترټولو کمې کچې ته راټیټ شوی دی.

په دغه راپور کې د ملګروملتونو نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ادارې " یو ان او ډي سي" د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې سروې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغې ادارې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکې د ۲۰۲۰ کال پرتله ۳۲ فیصده زیاتوالی اعلان کړی و.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمیدو په اړه د برتانوي ادارې راپورته په غبرګون کې ویلي، چې د کوکنارو د کر د بندیدو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان وروسته افغانستان کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته راټيټ شوی دی.

ښاغلي تکل ویلي:" تازه د رسنیو راپورونو کې ویل شوي، په ۲۰۲۰ کال د هلمند په ۵۶.۲فیصده ځمکه کوکنارکرل شوي وو خو اوسمهال دغه کچه یوازې ۰.۴ فیصدو ته راټيټه شوې، واقعیت تر دې هم ټیټ دی".

د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو د کر د بندیز وروسته یو شمیر هغو بزګرانو، چې په خپلو ځمکو باندې به یې کوکنار کرل وايي، چې د کوکنار پر کر د بندیز وروسته یې اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوی دی.

یو شمیر بزګران وايي د کوکنارو په کر دا بندیز هغوی ته د بدلیل معیشت د پروګرامونو د برابرولو پرته شوی، چې له امله یې ددوی اقتصاد ډیر خراب شوی دی.