امریکا پر ایران د اسرائيل د برید د پلان په اړه د افشا شویو محرمو اسنادو څېړنه کوي

د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشر مایک جانسن وايي چې متحده ایالتونه د هغو افشا شویو استخباراتي اسنادو په اړه تحقیقات کوي، چې په کې په ایران باندې د اسرائيل د ځوابي برید د چمتوالي په اړه وضاحت ورکړل شوی.

اسوشیتېد پریس د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) د دریو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې متحده ایالات پر ایران د اسرائيل د برید د پلان په اړه د هغو محرمو اسنادو په اړه پلټنې کوي چې په غیرقانوني توګه خپاره شوي دي. د راپور په اساس څلورم امریکايي‌ چارواکي ویلي داسې ښکاري چې دا اسناد موثق وي.

دا اسناد چې د ځمکې او فضا د استخباراتو ملي ادارې او د ملي‌ امنیت ادارې ته منسوب شوي، ښيي چې لا هم اسرائيل خپل پوځي تجهیزات چمتو کوي چې د ایران له خوا د اکتوبر په لومړۍ نېټه د بالستیک توغندیو برید ته پوځي ځواب ورکړي. دا اسناد له "پنځه سترګې" سره چې په کې متحده ایالات،‌ بریتانیا،‌ کاناډا، نیوزیلند او استرالیا شامل دي د شریکېدو وړ وو.

دا اسناد چې په لوړه کچه محرم ګڼل شوي په ټیلیګرام باندې خپاره شوي او لومړی د CNN شبکې او Axios یې په اړه د شنبې په ورځ راپورونه ورکړل. دغو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط په دې اړه خبرې کړي ځکه چې د هغوی په وینا په رسمي توګه په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه لري.

امریکايي چارواکي وویل په دې اړه هم څیړنې روانې دي چې یاد اسناد د متحده ایالاتو د استخباراتو د ټولنې له خوا په قصدي توګه نشر شوي که د هک میتود څخه استفاده شوې او آیا نورو استخباراتي‌ معلوماتو ته هم لاسرسی شوی دی او که نه. همداشان په دې اړه هم څیړنې روانې دي چې له نشرېدو وړاندې دغو اسنادو ته لومړی چا لاسرسی موندلی و.

په ورته وخت کې متحده ایالاتو له اسرائیل څخه غوښتي چې د حماس د مشر یحیی سنوار د وژل کېدو له فرصت څخه په استفادې په غزه کې د اوربند لپاره فشار راوړي او همدا شان اسرائیل ته یې خبرداری ورکړی چې د لبنان په شمال کې دې پوځي عملیات نور پراخ نه کړي او سیمه د یو لوی جنګ له خطر سره مخامخ نه کړي.

اسرائیلي چارواکو ټینګار کړی چې د ایران د توغندیو بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.

د امریکا دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دغو اسنادو په اړه د خپرو شویو راپورونو څخه خبر دي،‌ خو په دې اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د اسرائیل پوځ سمدستي د دغو دوو سندونو د افشا کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا اسناد لومړی د جمعې په ورځ د یو ټیلیګرام چینل له لارې نشر شول. ادعا شوې چې دا محرم اسناد د متحده ایالاتو په استخباراتو کې د کوم چا له خوا افشا شوي او وروسته د متحده ایالاتو دفاع وزارت افشا کړي دي. دا معلومات په بشپړه توګه د سپوږمکۍ په واسطه د انځورونو په اخیستلو سره راټول شوي دي.

د دغو محرمو اسنادو په نشرولو کې ښکېل د ټیلیګرام چینل د ایران په پایتخت تهران کې موقعیت لري.