امریکايي ځواکونو هلمند کې خپل پوځي‌ مرکز افغان ځواکونو ته وسپاره

دغه اډه نن افغان ځواکونو ته وسپارل شوه

په هلمند ولایت کې د «انتونیک» په نوم د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د امریکايي ځواکونو دغه پوځي اډه د هلمند ولایت په شورابک ولسوالۍ کې وه چې د افغان چارواکو په وینا نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) افغان ځواکونو ته تسلیم شوه.

په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو په اعلامیه کې په دې اړه ویل شوي: "نن سهار د ۲۱۵ میوند قول اردو په قرارګاه کې د انتونيک اډې د تسلیمۍ مراسم د ۲۱۵ میوند قول اردو د رهبرۍ او امریکایي ځواکونو په شتون کې د افغان دفاعي ځواکونو لخوا ترسره شول."

میوند قول اردو ویلي چې «انتونيک» اډه د افغان ځانګړو ځواکونو د يوې قرارګاه په توګه په همدې نوم سره ياديږي چې په وینا یې دغه قول اردو به له یادې اډې څخه د تروریزم پر وړاندې خپل عملیات چټک او په سویل لویدیځ کې به د وسله والو ځالې په نښه کړي.

د یادې اډې تر سپارلو وروسته د امریکايي ځواکونو بیرغ راکښته شو او پر ځای یې د افغانستان ملي بیرغ ځوړند شو.

د امریکا ځواکونو بیرغ را کښته شو

پرون شنبه د مۍ په لومړۍ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیل شو چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اساس د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به بشپړه شي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیاء تیره ورځ وویل چې ټاکل شوې تر څو ورځو د بهرنیو ځواکونو قرارګاوې افغان سرتېرو ته وسپارل شي.

هغه په هلمند ولایت کې د شورابک پوځي قرارګاه یادونه وکړه چې په وینا دغه پوځي قرارګاه د بهرنیو ځواکونو لخوا خالي شوې او ټاکل شوې تر سبا پورې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.