سنټکام: د امریکا په جنګي بېړۍ باندې مو د حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکو برید شنډ کړ 

امریکايي پوځ وايي د حوثي یاغیانو څلور بې پیلوټه اولوتکې یې نسکورې کړې

د متحدو ایالتونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې ځواکونو یې په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو هغه څلور بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې چې د امریکا د یوې جنګي بېړۍ په لورې الوځول شوې وې.

سنټکام د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې حوثي یاغیانو د اکتوبر له ۱۷ نېټې راهېسې تقریبآ ۱۵ بریدونه کړي دي.

حوثي یاغیان د یمن په ډېره برخه کنترول لري او ایران یې کلک ملاتړی دی. دغی ډلې په تېرې یوې اوونۍ کې په سرې بحیر کې د نړیوال تجارت سیستم ټکنی کړی، دوی په هغو کښتیو او بېړیو بریدونه کوي چې د المندب له تنګي تېرېږي.

حوثي یاغیان وایي دا بریدونه په غزې باندې د اسرائيل د بریدونو په ځواب کې کوي.

د متحدو ایالتونو د بحري ځواکونو قومنداني ویلي دي،‌ چې ځواکونو یې په اوبو کې د دوو نورو کښتیو غوښتنې ته هم وردانګلي دي.

سنټکام وايي چې په ناروې کې یې د بلمانن په نوم یوې بېړۍ، چې کیمیاوي مواد او تیل په کې وو، د حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه خبر ورکړی، وايي دې بېړۍ ته زیان رسېدلی نه دی.

حوثي یاغیانو همدغه راز د «د سرې بحیرې په اوبو کې په نړیوالې انتقالاتې کرښې» باندې هم دوه میزایل توغولي دي، چې د سنټکام په وینا په دغه برید کې کښتیو ته زیان رسېدلی نه دی.

د اسرائيل او حماس تر منځ له جګړې وروسته حوثي یاغیانو د اسرائیل کښتۍ هم په نښه کړې او په دې وروستیو کې یې په هغو کښتیو باندې، چې د اسرائیل سره د تړاو کومه نښه هم نه لري، بریدونه زیات کړي.

حوثي یاغیان ادعا کوي چې یوازې هغه کښتۍ په نښه کوي چې اسرائيل ته روانې وې، خو د «مرین ترکر» شرکت چې د نړۍ د کښتیو تګ راتګ څاري، وايي چې حوثي یاغیانو هغه کښتۍ هم په نښه کړې چې د سعودي‌ عربستان د جدې بندر ته روانې وې.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن تېره اوونۍ په سرې بحېرې کې د یو داسې ماموریت خبر ورکړ چې څو ملتونه په کې دي. نوموړي منځني ختیځ ته په خپل سفر کې وویل چې په دغه ماموریت کې د بریتانیا، بحرین، کاناډا،‌ فرانسې، ایټالیا،‌ هالنډ، ناروې او هسپانیا په ګډون ۲۰ هېوادونه شامل دي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر وویل چې دا هېوادونه به د سرې بحېرې په جنوب او د عدن په خلیج کې مشترکې ګزمې پيلوي.