د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له قید څخه د بشري حقونو د ښځینه فعالې ظریفه یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
ریچارد بنیت د شنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اغلې یعقوبي او څلور همکاران یې شاوخوا درې اونۍ مخکې د طالبانو لخوا نیول شوي او تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې ظریفه یعقوبي او همکاران یې د نومبر میاشتې په څلورمه د کابل ښار په دشت برچي کې د «افغان ښځو د برابرۍ حرکت» د اعلان په مهال د طالبانو لخوا نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې: "ټول افغانان د سوله ییزو ناستو او بیان او عقدې د ازادۍ اجازه لري، هغه حق چې د طالبانو لخوا باید رعایت شي."
هغه همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې خپلسري نیونې پای ته ورسوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) ویلي و چې طالبانو لس ورځې مخکې، د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په نومونو د بشري حقونو مدافعینې نیولې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان یادو نیونو ته په غبرګون همدارنګه ویلي و چې طالبان باید د اوسنیو چارواکو په توګه قوانین او نړیوال نورمونه رعایت کړي او له کوم قید او شرط پرته د بشري حقونو دغه مدافعینې او همکاران یې خوشي کړي.
تر هغه وروسته یوناما هم د ظریفې یعقوبي نیول کېدو ته په اشاره ویلي و چې د بشري حقونو فعالانو ته باید درناوی وشي او د توقیف ځایونه دې په ډاګه شي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې د دې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.
د طالبانو حکومت تر دا مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بنیت د تازه غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.