ملګرو ملتونو د بشري حقوقو برخه کې افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکونکی وټاکه

په افغانستان کې له بشري حقوقو څخه د پراخو سرغړونو په اړه د اندېښنو ښودلو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا، ریچارد بنت د دغه هیواد لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکلی دی.

ښاغلي بنت د جمعې په ورځ اپرېل لومړۍ (وري ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل:"دا د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د بشري حقوقو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي مسؤلیت ماته سپارل شوی دی.زه د ښځو، نارینه وو او افغان ماشومانو په برخه کې بشري حقوقو په اړه هڅو ته ژمن یم چې د دوی د غږ په پیاوړي کېدو سره له ټولو ښکېلو اړخونو سره تعامل وکړم."

ښاغلي بنت له دې مخکې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د بشري حقوقو څانګې د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ۲۰۲۱ کال اکتوبر میاشتې پر اوومه د یوې قطعنامې په صادرولو سره د افغانستان لپاره د یو ځانګړي راپور ورکوونکي پر پست باندې توافق کړی و تر څو پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د بشري حقوقو پر وضعیت نظارت وکړي او په دې برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړي.

پر همدې مهال د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازي رینا امیري د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي پر ټاکل کېدو د ملګرو ملتونو د پرېکړې هر کلی کړی دی.

اغلې امیري په دې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"دغه موضوع په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت د نظارت او مستندسازۍ لپاره حیاتي ده او اړتیا ده چې ښاغلی ریچارد ټول هیواد او ټولو افغانانو ته نامحدوده لاس رسی ولري."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د بشري حقوقو شورا ددې پرېکړې هر کلی کړی دی او په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان د بشري حقوقو پر وضعیت د نظارت او د وضعیت ښه کېدو په اړه د وړاندیزونو ترڅنګ دنده ولري چې له هغه هیواد سره د بشري مسؤلیتونو په تر سره کېدو مرسته وکړي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال د افغانستان لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ښځو او نجو په برخه کې د محدودیتونو لګېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې امریکا به پر طالبانو فشار راوړي چې دا ډله د بشري حقونو په هکله په خپلو ژمنو وفا وکړي او د افغانو میرمنو او نجونو حقونو ته په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو حق ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې که طالبان پدې هکله ځوابګویه ونه اوسي, ددې وضعیت دوام به د افغانستان اقتصادي ودې، د نړۍ سره د تعامل لپاره د طالبانو په هڅو او ددې هیواد خلکو ته تاوان ورسوي.