متحده عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

بدرالدین حقاني له دې وړاندې هم په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو استازی و.

متحده عربي اماراتو چهارشنبې اګست ۲۱ (زمري ۳۱) ددغه هېواد لپاره د طالبانو د حکومت د سفیر بدرالدین حقاني باورلیک ومانه.

دا په چین کې د طالبانو د سفیر له منل کېدو وروسته، د دوی د حکومت لپاره تر ټولو ستره دیپلوماتیکه لاسته راوړنه بلل کیږي. د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد یا نړیوال سازمان له لورې په رسمیت ندی پېژندل شوی.

له چین وروسته په خلیج کې د تیلو په زیرمو بډایه هېواد کې د طالبانو د حکومت د سفیر منل کېدل ددې خبرې ثبوت ګڼل کیږي چې نړیواله ټولنه د کابل د واکمنانو سره د تعامل په اړه وېشلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې، په متحده عربي اماراتو کې د بدرالدین حقاني د ګمارل کېدو خبر تائید کړی دی.

دغه وزارت د حقاني په اړه د نورو معلوماتو غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی.

د حقاني په اړه ویل شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له ډلې څخه دی خو ورسره کوم کورنی تړاو نه لري. هغه له دې وړاندې هم په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو استازی و.

سراج الدین حقاني د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو له مشر سره کتلي وو. هغه د حقاني شبکې اوسنی مشر دی. دغه شبکه په نړیواله کچه ترهګر سازمان بلل شوی دی.

سراج الدین حقاني په خونړیو بریدونو کې د ښکیلتیا له امله د متحده ایالاتو له لخوا مطلوب دی او د هغه نوم د بندیزونو په ګڼو لیستونو کې شامل دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې له بیاواکمن کېدو راهیسې، که څه هم طالبان تر ډیره له لوېديځ څخه منزوي پاتې شوي، خو ددغه ډلې حکومت له سترو سيمه ايزو قدرتونو سره د اړیکو ټینګولو لپاره هلې ځلې جاري ساتلي دي.

تېره اوونۍ د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف کابل ته لاړ. دا د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې ترټولو عالي رتبه بهرنی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

ملګرو ملتونو ویلي تر هغو چې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه دوام ولري، د دغه ډلې د حکومت په رسمیت پیژندل "نږدې ناشونې" دي.