د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، په افغانستان کې یو ځل بیا ښځې او نجونې د کار، زده کړو او مساوي عدالت ته د لاس رسي له حقوقو څخه محرومې شوې دي.
ښاغلي ګوتریش تیره شپه جنورۍ ۲۹ (سلواغې نهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبان باید د نړیوالې ټولنې غړیتوب ته د واقعي ژمنې په ښودلو سره ددغه حقوقو ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې: "په افغانستان کې ښځې او نجونې یو ځل بیا د خپل تعلیم، کار او مساوي عدالت له حقوقو څخه محرومې دي.د نړیوالې ټولنې غړیتوب ته د واقعي ژمنتیا په ښودلو سره طالبان باید اولیه بشري حقوق چې د هرې ښځې او نجلۍ اړوند دي په رسمیت وپيژني او ساتنه یې وکړي."
په افغانستان کې د نظام تر بدلون او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته شوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او ترڅنګ یې د مېرمنو د کار ساحه محدوده شوې ده.
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې هم د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی و چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص کړي.
یاد سازمان د جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) ویلي و چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو څخه ۱۲۹ ورځې تیریږي او په خبره یې طالبانو له ۱۲ کلنۍ څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منعه کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو ویلي چې په دې کار سره نجونې زده کړو له اساسي حقوقو څخه بې برخې شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۵مه( مرغومي ۲۵) د اسوشیتډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي و چې راتلوونکی کال به ټول ښوونځي او تعلمي مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د تېر عیسوي کال د اګست د میاشتې له ۱۵ مې راهیسې له کله نه چې طالبان په ټول افغانستان مسلط شوی دي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده وکړل شوې.
ښاغلي مجاهد وویل چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په راتلونکي هجري لمریز کال کې په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو پرڅرنګوالي کار کوي.