د طالبانو حکومت د داخلي شرکتونو سره د جګدلک د یاقوتو او د هرات د باریتو کانونو تړون لاسلیک کړ

د لوګر ولایت د میس عینک کان

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل ولایت د جګدلک د یاقوتو او د هرات ولایت د چهارولنګ سیمې د باریتو د کانونو تړون د دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړ.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور ۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوو داخلي شرکتونو سره یې په مجموعي ډول سره د ۳۳.۴۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د کابل ولایت د جګدلک د یاقوتو او د هرات ولایت د چهارولنګ سیمې د باریتو د کانونو د اجارې قراردادونه د پنځلس کلنو لپاره لاسلیک کړي دي.

مولوي دلاور وویل چې "د دغو دواړوکانونو د راسپړلو په پانګونه کې به د طالبانو حکومت ۴۴ فیصده پانګونه وکړي. هغه وویل که چیرې دغه دوه شرکتونه د قرارداد د لاسلیک څخه تر دوو میاشتو پورې پانګونه پیل نکړي، نو دا وزارت به ورسره خپل قراردادونه فسح کړي."

د جګدلک د یاقوتو د کان څخه د اوږدو لسیزو راهیسې په غیرقانوني ډول یاقوت ایستل کیدل او اکثره ترلاسه شوي یاقوت به د سیمې په بازارونو په ځانګړي ډول د پاکستان د پیښور په ښار کې پلورل کیدل.

خو مولوي شهاب الدین دلاور خبریالانو ته وویل چې ددغو دواړو کانونو څخه ترلاسه شوې ډبرې به د افغانستان په دننه کې پروسس کیږي او بیا د خرڅلاو لپاره بهر ته د انتقال اجازه ورکول کیږي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو دوه نیمو کلنو کې د قطر، ایران، بریتانیا، ترکیې او د چین د هیوادونو اړوند شرکتونو په افغانستان کې د شاوخوا اوو ملیاردو ډالرو په ارزښت د کانونو په سکټور کې پانګونه کړې ده.

ددغه وزارت ویاند همایون افغان د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي چې ددغې پانګونې شپږ میلیارده ډالر د قطر، ایران، بریتانیا او ترکیې د شرکتونو له خوا او هم د امو د سیندیزې حوزې د نفتو او د تخار د سرو زرو په کان کې تر یو میلیارد ډالروپانګونه شوې ده.

ښاغلي همایون وویل: " ددغو شرکتونو د پانګونې اندازه شپږ میلیاردو ډالرو ته رسیږي په دې شرکتونو کې بریتانوي او ترکیې شرکتونه هم شامل دي".

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ددغو کانونو قراردادونه په داسې حال کې د دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړي چې تیره اونۍ ددغه وزارت سرپرست په کابل کې د چینايي دپلوماتانو سره یوځای د لوګر د عینکو د مسو د کان څخه د لیدنې پرمهال د چین " ایم سي سي" شرکت ته یوه میاشت مهالت ورکړ چې ددغه کان د سپړلو کار دې پیل کړي.

هغه وویل: " ټولې بهانې د دوی نورې ختمې دي، مونږ دوی ته یو میاشت وخت ورکوو چې خپله پروژه نوره تنظیم کړي او خپل پلان وړاندې کړي او عملي کار شروع کړي."

خو مولوي دلاور دا ونه ویل چې که د " ایم سي سي" شرکت د کان د سپړلو کار پیل نکړي ددغه شرکت سره به قرارداد فسح کړي او که.

د ۲۰۰۸ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کار په موده کې د چین د "ایم سي سي" شرکت سره د نږدې دریو میلیاردو ډالرو پر ارزښت د عینکو د مسو د کان تړون لاسلیک شوی وو، خو دغه شرکت او ځینو نورو چینايي شرکتونو ددغه کان د سپړلو په برخه کې تراوسه هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

د " ایم سي سي" شرکت د کار د پیلولو په برخه کې د ځینو نورو خنډونو د یادونې ترڅنګ یو ځنډ د کان په سیمه کې د تاریخي اثارو موندل ښودلي دي. خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې ددې ستونزې په اړه هم موافقه شوې ده.

د عینکو د مسو د کان پروژه په افغانستان کې د کانونو د سپړولو په برخه کې د چین د پانګوالۍ په برخه کې ترټولو لویه پروژه ګڼل کیږي.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې لویه ستونزه د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانوحکومت د رسمیت نه پیژندل یادوي او وايي چې یو شمیر هیوادوونه د حقوقي او قانوني مسلو له امله د طالبانو حکومت سره د تړونونو د لاسلیک په برخه کې تر ډیره لیوالتیا نلري.

خو د طالبانو د حکومت د ریاست اولوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون ددغه حکومت چارواکو د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې د تضمین ډاډ ورکړی او له پانګوالو یې غوښتي چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.