هنلي جدول: افغانستان په نړۍ کې تر ټولو کم اعتباره پاسپورت لري

د افغانستان پاسپورت

د "هنلي پاسپورت جدول" چې هر کال د نړۍ د هیوادونو د پاسپورتونو اعتبار درجه بندي کوي، په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو کم اعتباره پاسپورت لري.

د هنلي پاسپورت جدول د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ د پاسپورتونو د اعتبار جدول اعلان کړ.

د هنلي د نوي جدول له مخې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، سینګاپور او هسپانیې پاسپورټونه د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورتونه بلل کېږي او د دې پاسپورټونو خاوندان کولای شي د نړۍ ۱۹۴ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر وکړي.

د هنلي پاسپورت جدول د نړۍ د هیوادونو پاسپورټونه د ویزې پرته سفر د اعتبار پراساس درجه بندي کوي.

فنلنډ، سویلي کوریا او سویډن په دویمه کټګورۍ کې دي، چې ددې هیوادونو پاسپورت لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورت د جدول په پای کې او په ۱۰۴ ځای کې دی. د افغانستان پاسپورت لرونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو پاسپورت د تیر کال په پرتله یوه درجه لوړ شوی او په دې لیست کې د کاناډا او هنګري ترڅنګ اووم ځای لري. امریکايي اتباع کولای شي د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هنلي د پاسپورټ جدول د هیوادونو د پاسپورت د اعتبار کچه، د "نړیوال هوایی ټرانسپورټ د اتحادیې" لخوا د چمتو شویو معلوماتو پراساس درجه بندي کوي.

د هنلي پاسپورت د سږنی جدول په درجه بندۍ کې د نړۍ ۲۲۷ هېوادونو او سیمو ته ۱۹۹ پاسپورټونه په پام کې نیول شوي دي. دا په پرله پسې توګه ۱۸ کال دی چې د هنلي جدول د نړۍ د پاسپورتونو د اعتبار د درجه بندۍ لیست ترتیب او وړاندې کوي.